خبرهای مرتبط

جمع

پیروزی 5 بر 3 تیم ملی فوتسال افغانستان مقابل چین تایپه

تیم ملی فوتسال افغانستان در دومین دیدار دوستانه‌اش در...

افغانستان کې نیول شوي کسانو سره دي قانوني او طبي مرستي وشي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د جمعې...

استاد بازنشستۀ دانشگاه کابل که رو به کهنه‌فروشی آورده است

عبدالقیوم خواجه‌زاده در کنار تدریس در دانشگاه، چند سال...

آمریکا خواستار فشار شورای امنیت بر حکومت سرپرست در افغانستان شد

نمایندۀ آمریکا در سازمان ملل از شورای امنیت خواست...

کورونا وېروس؛ د امریکا پلازمېنه واشنګټن هم قرنطین شو

د امریکا د پلازمېنې واشنګټن ډي سي ښاروال د دغه ښار له دوو ګاونډیو ایالتونو-مریلنډ او ویرجینیا- له چارواکو سره په ګډه خلکو ته ویلي چې کورنو کې پاتې شي.

دا فرمان له قانوني او تاریخي پلوه په کور کې د پنا اخیستلو لپاره داسې فرمان دی چې د جګړې یا د وېروسی ناروغۍ سره د مقابلې لپاره د کرنتین په وخت پلی کېږي او د واشنګټن ډي سي له استوګنو غواړي چې د خوړو یا طبي خدمتونو له ترلاسولو پرته له کور ونه وځي.

د دې قانون له مخې سرغړوونکي ممکن له نغدي جرمانې او ان زندان سره مخ شي.

ویرجینیا او مریلنډ کې قرنطین

د دوشنبې په ورځ( د مارچ ۳۰) د مریلنډ والي لري هوګان یوه فرمان کې له خلکو وغوښتل چې د اپرېل تر ۳۰ کورونو کې پاتې شي:

“کور کې پاتېدل اوس نور وړاندیز او سپارښت نه دی، بلکی امر دی”.

د ویرجینیا والي رالف نورتم هم د دې ایالت له وګړو وغوښتل چې د جون تر لسمې له کورونو ونه وځي:

د ویرجینیا فرمان کې را غلي چې ټول پوهنتونونه او شپه غالي(لیلیې)، سمندرغاړې او نااړین کار کسب باید وځنډول شي.

په دې ډول اوس د واشنګټن په ګډون په دې دوو ایالتونو کې له ۲۲۵ میلیون امریکایانو غوښتل شوي چې کور کې پاتې شي او د جنګي شرایطو په څېر ” ځای کې پنا” فرمان ومني

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق