د نوي کال په مناسبـت په افغانستان کې د وزلوبې لیګ سیالۍ رسماً پیل شوې، دې لړ کې لومړۍ لوبه د سې شنبې په ورځ (مارچ ۹) ترسره کیږي.
له کابو څلوېښت کلن ځنډ وروسته دا لومړی ځل دی چې د وزلوبې لیګ په افغانستان ترسره کیږي. د وزلوبي دا سیالي د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون او د افغانستان د وزلوبې د فدراسیون له خوا په ګډه د نوي کال په مناسب جوړه شوې ده.
دا لیګ نن ماښام په کابل کې په غازي سټیډیم پرانستل شوی، چې بهیر یې په ژوندۍ بڼه د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون له لارې خپرېده.
په دې سیالیو کې د فاریاب، تخار، کابل پنجشیر، کاپيسا، پروان، کندوز، سمنګان، بدخشان، سرپل، جوزجان، بغلان، بامیان او بلخ ولایتونو لوبډلې برخه لري. دا سیالي شپږ ورځې دوام کوي او د کابل ښار په حضوري چمن کې ترسره کیږي.