د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې نن جمعه (۶ مارچ) ايرلنډ ته په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې په ۱۱ منډو ماته ورکړه. ايرلنډ د پچې له ګټلو سره لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۲ منډې وکړې.
دغه سيالي چې د باران له امله ۱۵ اورونو ته راټيټه شوه، افغانستان د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۳ منډې وکړې او د ډي اېل اېس مېتود له مخې يې سيالي وګټله.
د ايرلنډ د پيل لوبغاړو ښه لوبه وکړه، پاول سټرلېنګ په ۴۱ توپونو ۶۱ او کېون اوبراين په ۱۷ توپونو ۳۵ منډې جوړې کړې. د دې تر څنګ ګرېت ډېنلي ۲۹ او لورکن ټکر ۲۹ منډې وکړې.
د افغانستان لپاره راشد خان يو ځل بيا لوبه راکابوه کړه او په ۲۲ منډو يې د ايرلنډ درې لوبغاړي وسوځول، له دې سره نوموړی د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو. د ده تر څنګ مجيب ځدراڼ او شاپور ځدراڼ يوه يوه وېکته واخيسته.