خبرهای مرتبط

جمع

هند فعالیت‌ مدارس دینی در این کشور را ممنوع...

حکومت سرپرست: توافق اسکان حکمتیار با دولت اشرف غنی بود

مقامات سابق حکومت سرپرست تصریح کردند توافق اسکان رئیس...

عامل حمله در قندهار در پاکستان آموزش دیده، به افغانستان آمده بود

یک رسانۀ نزدیک به حکومت سرپرست می‌گوید عامل حملۀ...

پوتین فردا را عزای عمومی در روسیه اعلام کرد

ولادیمیر پوتین، رئیس‌جمهور روسیه در یک سخنرانی تلویزیونی در...

کرېکټ: ایرلنډ له افغانستانه لوبه وګټله

د افغانستان او ایرلنډ لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو سیالیو په درېیمه او وروستۍ لوبه کې نن ایرلنډ په سوپر اوور کې افغانستان ته ماتې ورکړه. افغانستان وار د مخه د دې سیالیو لومړۍ دوه لوبې ګټلې وې او په دې توګه یې د درې لوبو دا سیالي هم ورسره ګټلې وه

د سه شنبې پر ورځ د لوبې پچه ایرلنډ وګټله او لومړی یې خپله د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.

د ایرلنډ د پاڼۍ پيل ښه نه و او په لومړي اوور کې یې د پاول سټرلنګ مهمه وېکټه بایلوده. په ۱۲ منډو ایرلنډ خپل دویمه وېکټه هم له لاسه ورکړه او توپوهونکي یې تر فشار لاندې راغلل.

خو د اوبراین او ډیلېني ترمنځ د ۶۲ منډو ملګرتیا د ایرلنډ پاڼۍ بېرته سمبال کړه. په پایل کې ایرلنډ په خپل شل اورونو کې په ۸ وېکټو ۱۴۲ منډې جوړې کړې.

د ایرلنډ لپاره دېلېني تر ټولو ډېرې ۳۷ او ټېکټور ۳۱ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لخوا نوین الحق او قیس احمد ښه وځلېدل او دواړو درې/درې وېکټې واخیستې.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق