خبرهای مرتبط

جمع

د مسکو او طالبانو د اړیکو په اړه د نیویارک ټایمز خبر د روسیې او امریکا روابط ترینګلي کړي

د روسیې د امنیت شورا مشر نیکولای پاتروشف وایي، د نیویارک ټایمز له لوري د روسیې او طالبانو په اړه د جعلي خبر تر خپرېدو وروسته د مسکو او واشنګټن اړیکې لا خرابې شوې دي.

هغه زیاته کړې، نیویارک ټایمز د افغانستان له وضعیته په ناخبرۍ داسې ادعا کړې ده چې هیڅ لوري ته د منلو نه ده.

 د نوموړي په وینا، امریکایي رسنۍ جعلي خبرونه خپروي په داسې حال کې چې روسیې تل د دې هېواد د وروستیو تحولاتو په اړه منظمې خبرې کړې دي.

سپوږمۍ د هغه له قوله لیکي، امریکا ته په کار ده چې تر بندیزونو مخکې، شوې ادعاګانې په بشپړه توګه وڅېړي، څو په یوه موضوع کې د دوی د پاتې راتلو تور په نورو ونه لګول شي.

 نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې امریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې تر ادعا وروسته پر روسیې تازه بندیزونه لګولي دي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق