هند وایي د یو سولهییز افغانستان لپاره د ترهګرو د پټنځایونو او مرکزونو ختمول اړین شرط دی. د هند د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد هیواد افغانستان کې د امن او ثبات لپاره د ترهګرو د پټنځایونو او مرکزونو ختمول اړین شرط ګڼي. خبرپاڼه کې کاږي، نوی ډیلی د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام ته اندېښمن دی.
خبرپاڼه کې راغلي، هند چې د افغانستان تر ټولو لوی انکشافي ملګری دی له دې هېواد سره د هر اړخیزو همکاریو ژمنه بیا تکراروي او د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې کلک ملاتړ کوي.
هند ټینګار کړی دی چې دوی په افغانستان کې د داسې سولې غوښتونکي دي چې په کې د افغانستان د اساسي قانون په رڼا کې د ښځو، ماشومانو، لږکیو او ټولو افغانانو حقه حقونو خوندي شي.
د یادونې ده چې هند تل پاکستان کې مېشتې ترهګرې ډلې د هندوستان او افغانستان په ناارامیو کې په لاس لرلو تورنې کړې دي.