خبرهای مرتبط

جمع

کنایۀ نبیل به ایران: کبوتر با کبوتر، باز با باز

رحمت‌الله نبیل، رئیس پیشین امنیت ملی افغانستان در واکنشی...

وضع محدودیت شب‌گردی بر‌ باشندگان ولایت پکتیکا از سوی نظامیان پاکستانی

به نقل از منابع محلی از ولایت پکتیکا، نظامیان...

طالبان بايد د دیپلوماتيکو اړيکو له پاره اصلاحات راولي

چين ويلي دي چې په افغانستان کې د طالبانو...

وقوع انفجار در پیشاور هفت زخمی برجای گذاشت

مقام‌های صحی و امدادی پاکستان می‌گویند که در پی...

طالبان: نشست‌های مخالفان در کشورهای منطقه غیرقانونی است

معاون وزیر خارجۀ طالبان در واکنش به برگزاری نشست‌های...

سوله؛ ټول لوري دې د مسوولیت احساس وکړي!

له کلونو جګړو، ورانیو او دربدریو وروسته د افغانستان په اړه د سولې او پخلاینې فصل پیل شوی دی. که څه هم د سولې په دغه موسم کې د جګړو شدت هماغه پخوانی دی، اما هیله بخښونکې خبره دا ده چې امریکا، ناټو، اروپا او یو شمیر نورو هیوادونو په افغانستان کې د سولې د راوستلو هڅو ته زور ورکړی دی.

که څه هم مخکې د جګړو د دوام او د سولې پر وړاندې د موانعو تورونه په امریکا او پاکستان باندې تړل کیدل او پخواني ولسمشر حامد کرزي په کراتو په ملي او نړیوالو مجالسو کې له دغه وضعیت شکایتونه کړي او دغه دوه هیوادونه یې د افغانستان د سولې او جګړې اصلي عاملین بلل، چې په خپله دغه دریځ کې کاملا په حقه و، خو اوس چې اصلي لوبغاړي امریکا او تر یو حده پاکستان په افغانستان کې د سولې د تامین لپاره مټې رانغاړلي دي، په کور دننه یو شمیر کړۍ او شخصیتونه له دغه بهیره په ویره د سولې په اړه له حقیقته لرې مسایل بیانوي او هڅه کوي چې په ارماني او غولوونکو خبرو دغه بهیر ګډوډ او وضعیت د خپلو شخصي او ټیمي ګټو په محور ورڅرخوي، کوم محور چې د افغانستان د اوږمهال ګټو په فکر کې هیڅ نه دی.

اوس چې د سولې لپاره حیاتي موکه برابره شوې، د حکومت په ګډون ټول لوري باید له دغه بهیر سره مرسته وکړي، اما بدبختانه کوښښ کیږي چې د جمهوریت د ساتلو په پلمه د سولې د روان بهیر مخه ډب کړي. کله د طالب زندانیانو نه خوشې کول پلمه کیږي، کله د تاوتریخوالي زیاتوالی او کله هم یو څه کله بل څه. اما حقیقت دا دی چې افغانان سولې ته تر بل هر څه زیات ارزښت لري. سوله په ډېر څه ارزي. نه یوازې دا چې د طالبانو د پنځه زره زندانیانو په خوشې کولو، بلکې که چیرته په هیواد کې واقعي سوله تامین شي، د ټولو طالب زندانیانو په خوشې کولو هم ارزي، خو شرایط یې دا د چې دواړه لوري دغه بهیر ته ژمن وي.

نه یوازې له دې خوا د سولې پر وړاندې خنډونه موجود دي، د طالبانو له لوري هم هغه شان همکاري چې اړینه ده نه کیږي. اوربند د افغانانو اساسي اړتیا ده، چې حکومت یې د رامنځته کیدو نارې وهي، خو طالبان یې نه مني او ورځ تر بلې خپل افغانان وروڼه وژني. همدا اوس په کابل او نورو ولایتونو کې هدفي او غلچکي بریدونه فوق العاده زیات شوي دي. دغه ډول کړنۍ د سولې له بهیر سره هیڅ مرسته هم نه کوي، ځکه نو پر دواړو لوریو آن ټولو لوریو یو ځل بیا غږ کوو چې د سولې لپاره صادقانه هڅې وکړي او مظلوم او بیچاره افغانان له دغه وضعیت وژغوري.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق