خبرهای مرتبط

جمع

پارلمان بریتانیا طرح اخراج پناهجویان به رواندا را تصویب کرد

پارلمان انگلیس پس از ماه‌ها کشمکش، طرح جنجالی اخراج...

د افغان ښځو د پیاوړتیا په موخه د کډوالۍ د نړۍوال سازمان هڅې

د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، په څه کم څلورو...

صادرات 67 تُن زعفران افغانستان به ارزش 49 میلیون دالر در بازارهای جهانی

وزارت صنعت و تجارت از صادرات ۶۷ تُن زعفران...

مس عینک بدون آسیب به آثار باستانی استخراج می‌شود

ژائو شنگ، سفیر چین در دیدار با خیرالله خیرخواه،...

افغان سوله؛ اخطارونه او اندېښنې!

که څه هم د سولې پر وړاندې خنډونه زیات دي، خو امریکا، طالبان او یو شمیر شنونکي د افغانستان حکومت او په ځانګړې توګه ولسمشر محمد اشرف غني د سولې پر وړاندې اصلي خنډ بولي. ویل کیږي چې ولسمشر غني د سولې پروسې د بریا په بدل کې ځینې شرایط لري چې په باور یې باید ومنل شي. داسې ګونګسي دي چې ولسمشر غني د لنډ مهالي حکومت منلو لپاره شرط ایښی چې باید دی یې مشر وی، که نه وي، نه واک تسلیموي او نه هم له طالبانو سره خبرو ته ژمنتیا ښيي.

داسې هم ویل کیږي چې امریکا دې پایلې ته رسیدلې دي چې د غني په موجودیت کې د سولې روانه پروسه په کوم ډول چې غواړي هغسې مخته نه ځي. ویل کیږي چې امریکا د سولې له روان وضعیت څخه سخته نا راضه ده او دا نارضایتي هم له ارګ څخه ده. دوی د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله تر منځ د لاسلیک شوې سیاسي توافقنامې د نه عملي کیدو او د دواړو خواوو ترمنځ د سیاسي اختلافاتو د نه حل له امله ناراحته دي. د ځینو رسنیو د راپور پر اساس، امریکایان په دې باوري شوي چې غني پلان لري د سولې پروسه په دغه شان کوچنیو جنجالیو وځنډوی او وخت ضایع کړي، په همدې خاطر دوی د یوې بلې لارې په لټه کې شوي دي، چې له طالبانو سره کیني، خبرې وکړي او یوه نتیجه تر لاسه شي.

په تازه کې د افغان سیاسیونو یو لیست خپور شوی چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې له طالبانو سره وګوري او په ځینو مسایلو خبرې وکړي. که څه هم ویل کیږي چې دغه افغان سیاسیون به له طالبانو سره په غیر رسمي ډول خبرې وکړي، خو داسې ګونګسي هم دي چې که چیرته حکومت او په ځانګړې توګه ارګ ځان ته ټکان ور نه کړي، شاید د همدغو خبرو ته رسمي بڼه ورکړل شي او هره فیصله چې دوی کوي هغه به عملي کیږي. که څه هم پورته موراد دقیق او کره نه دي چې واقعا دې د یوه مهم چارواکي له لوري تائید شوي دي، اما په غیر رسمي محافلو کې دغه شان زمزمې روانې دي.

په ورته مهال د پاکستان اکسپریس ټریبیون ورځپاڼې له یوه بل رازه پرده پورته کړې ده. دا ورځپانه په خپله یوه لیکنه کې زیاتوي چې که ولسمشر غني نرمښت ونه ښیي او د سولې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي، نو منطقي ده چې طالبان یې واکمنۍ ته د پای ټکی کېږدي. ورځپاڼې دغه راز لیکلي، په رسمي توګه واک ته د طالبانو د رسېدو په صورت کې هم ښایي د افغان دولت کار پای ته ورسېږي. د ورځپاڼې په باور، ولسمشر غني په داسې حال کې د سولې پروسه له خنډونو سره مخ کړې ده، چې طالبان او امریکا دواړه د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شوي دي.

سپوږمۍ رادیو د یادې ورځپانې له قوله لیکي، په پام کې وه چې د دوحې تر هوکړې لس ورځې وروسته بین الافغاني خبرې پیل شي، خو د واک پر سر ناندریو له امله دا چاره وځنډېده. ورځپاڼه کاږي، پر افغان ځواکونو د وروستيو خونړيو بریدونو تمه هم ځکه کېږي چې ولسمشر غني د سولې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي. د راپور په وروستۍ برخه کې د افغان دولت له لوري د ۵۹۲ زندانیانو نه خوشې کېدو ته په اشارې لیکل شوي چې ولسمشر غني دا بندیان ځکه نه خوشې کوي چې وېره لري په رسمي توګه د طالبانو راتګ سره به د ورځپاڼې په خبره، د کابل ادارې کار پای ته ورسېږي.

دغه ډول لیکنې او راپورونه د دې ښودنه کوي چې د سولې په پروسه کې پر افغان حکومت او چارواکو باور صفر ته راټیټ شوی او امریکا په یو ډول د افغانستان له مسایلو ځان څنډې ته کوي، ځکه خو عجله لري چې د سولې خبرې ژر تر ژره یوې پایلې ته ورسیږي. که چیرته افغان حکومت او په ځانګړې ولسمشر غني دغو مسایلو ته په کم نظر وګوري او د خپل واک د نشې په خاطر پر هر څه سترګې ړندې او غوږونه کاڼه واچوي، وضعیت خرابیدای شي. په همدې خاطر د یوه صاحب نظر په توګه ولسمشر غني او په ارګ کې ناستو مشرانو ته مشوره ورکوم چې د سولې په خبرو کې خپل جدیت وښي او پر هغه څه چې باور لري د همغو په رڼا کې اوچت ګامونه واخلي،  په عادي مسایلو دغه پروسه ونه ځنډوي. په کومو ارزښتونو چې حکومت ټینګار لري د افغانستان اکثریت خلک هم باوري دي او غواړي چې وساتل شي، اما د ساتلو لار یې دا نه ده چې د سولې خبرې دې وځنډول شي، بلکې د خبرو او پروسې د ابتکار په لاس کې نیولو سره دې داسې اقدامات تر سره کړي چې هم افغانان، نړیوال او نور لوري یې موثریت ومني. خو که داسې حالت روان وي، هم ملت په تاوان کې دی او هم دولت او حکومت.

حفیظ الله ملاخیل

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق