طالبان هم د جګړې او هم د سولې لپاره جدي دي. امریکایي ملټري ټایمز نشریه وايي د طالبانو په لیکو کې وروستي بدلونونه په دې مانا دي چې دغه ډله غواړي هم د سولې او هم د جګړې په ډګر کې ګټونکي وي.
بلخوا نشریې بیا د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو له خولې دا هم لیکلي چې په افغانستان کې د طالبانو تر څنګ د روسانو ډېرې د پښو نښې نښانې شته دي. د مایک پمپيو په خبره همدا اوس له طالبانو سره ټولې وسلې او جګړه ییز سیستم روسی دی او د دغه هېواد په وسلو او تجهیزاتو د افغان حکومت پر وړاندې جګړه کوي.
پمپیو ویلي له طالبانو سره د روسانو پر همکارۍ سترګې نه شي پټولی. ملټري ټایمز بیا وایي، امریکا ته په کار ده چې یوازې د سرتېرو پر ایستلو تمرکز ونه کړي، بلکې په سیمه کې دې ټول روان وضعیت ارزوي او په دقت دې ګامونه اخلي.