په جنوبي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ تر څنګ خلکو ته ګواښونه شوي دي. د فدایان اسلام په نامه یوې ډلې چې په لومړي ځل یې نوم اورېدل کېږي په یو بیان کې یې د پښتون ژغورنې غورځنګ ته ګواښونه کړي او زیاته کړې یې ده چې دا خلک هڅه کوي په سیمه کې فحاشي خوره کړي.
په بیان کې دغه راز ویل شوي، دوی به له ټولو هغو کسانو سره حساب کتاب کوي چې د اسلام له چوکاټه وتلي کارونه ترسره کوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو تن مشر علي وزیر بیا یادو ګواښونو ته غبرګون کې ویلي، هغوی چې د کرښې هغې غاړې ته د خلکو له کورونو خبر دي څنګه یې په لمن کې نامعلوم وسله وال فعالیت کوي او خلک په مرګ ګواښي.
هغه زیاته کړې، دا د پاکستاني ریاست کار دی او په خبره یې، دوی به هیڅکله د خپلو خلکو د حقونو تحقق لپاره له پیل کړې مبارزې په شا نه شي.