خبرهای مرتبط

جمع

کنایۀ نبیل به ایران: کبوتر با کبوتر، باز با باز

رحمت‌الله نبیل، رئیس پیشین امنیت ملی افغانستان در واکنشی...

وضع محدودیت شب‌گردی بر‌ باشندگان ولایت پکتیکا از سوی نظامیان پاکستانی

به نقل از منابع محلی از ولایت پکتیکا، نظامیان...

طالبان بايد د دیپلوماتيکو اړيکو له پاره اصلاحات راولي

چين ويلي دي چې په افغانستان کې د طالبانو...

وقوع انفجار در پیشاور هفت زخمی برجای گذاشت

مقام‌های صحی و امدادی پاکستان می‌گویند که در پی...

طالبان: نشست‌های مخالفان در کشورهای منطقه غیرقانونی است

معاون وزیر خارجۀ طالبان در واکنش به برگزاری نشست‌های...

د فقر اوج او د حکومت بې مسوولیتي!

تازه څېړنې ښيي چې په افغانستان کې د فقر کچه نوي سلنې ته لوړه شوې ده. دا خبره څو ورځې مخکې په خپله ولسمشر غني هم تائید کړې او وړمه ورځ بیا د اقتصاد وزازت ویلي چې د فقر کچه تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلې ده او له همدې امله حکومت کې پلان کړې چې پر خلکو باندې د خوراکي توکو مرسته وکړي.

 خو ولسي جرګې بیا د حکومت اوړه له شګو ډک بللي او د ملي دسترخوان پروګرام یې د فساد هڅه ښودلې او رد کړې یې ده او ویلي یې دي چې په اوس وخت کې له دغه پروګرامه غلطه استفاده کیدای شي، نو اړینه نه ده چې دغه پیسې هم د کورونا د وخت د مرستو په شان حیف او میل شي. د ولسي جرګې دغه دریځ حکومت غبرګون ته راپارولی. حکومتي چارواکی د ملي دسترخوان پروګرام په ژر پلي کیدو ټینګار کوي.

د ملي دسترخوان پروګرام به هغه مهال کټور ثابت شوی وای، چې تر دې وړاندې حکومت خلکو ته خپل موثریت ثابت کړی وای او د فساد پر وړاندې یې رښتینې مبارزه کړې وای. افغانان روزمره ګوري چې فساد خپل اوج ته رسیدلی او آن دغه پدیده(فساد) اوس خلک په ډېر افتخار یادوي. د همدغه شان غلط فرهنګ د رامنځته کیدو له امله ده چې هیواد په بحرانونو کې ښکیل او له یو عالم ستونزو سره لاس او ګریوان دی.

حکومت که څه پنځه کاله مخکې د فساد د شتون ستونزه په مخکیني حکومت اچوله، خو اوس دومره څوک نه شته چې پوښتنه وکړي چې اوس ولې فساد موجودی دی؟ نه یوازې دا چې ورک شوی نه دی، بلکې ډېر شوی او سیستماتیک شوی هم دی. دمګړۍ فساد خلک له نظامه دومره لرې کړي چې له سره یې همکارۍ ته زړه نه کیږي. ډېری خلک د فساد د شتونه له امله د حکومت پر ځای پر طالبانو پرېکړې کوي.

په همدې خاطر پر حکومت او مسوولینو غږ کوو چې د خلکو پر حال لږ رحم وکړي او د خدای په خاطر لږ ځانونه سم کړي. د خدای لپاره سلګونه میلیونه افغانۍ یوازې د وچې ډوډۍ په ویش کې حیف او میل کیږي، خو هیڅوک نه شته چې پوښتنه وکړي چې ولې او چا دغه کار وکړ؟

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق