خبرهای مرتبط

جمع

ثبت بالاترین آمار مرگ و میر مادران و کودکان در افغانستان

دفتر هماهنگ کننده کمک‌های بشردوستانه سازمان ملل اعلام کرد...

تقابل النصر عربستان و پرسپولیس ایران با حضور رونالدو

در ادامۀ بازی‌های فوتبال قهرمانی باشگاه‌های آسیا تیم النصر...

کابل-جلال‌اباد لار؛ کوچنیو موټرو ته فرعي سړک جوړ شوی، خو خوندي نه دی

د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي، د...

قصر سفید: برنامه‌ای برای به رسمیت شناختن حکومت طالبان نداریم

قصر سفید می‌گوید که حکومت سرپرست در افغانستان بر...

د وزیرانو په معرفۍ د ارګ او سپېدار ترمنځ د اختلافاتو اوج

ګیلاني: کوم کسان چې سپیدار معرفي کړي دي ټول تعلیمیافته دي

مصباح: دا چې حکومت په څلورو میاشتو کې ونه توانید کابینې ته مشروغیت ورکړي، دا د ملت له حق سره جفا ده

یو شمیر سیاسي شنونکي وايي، چې ولسمشر غني له عبدالله عبدالله سره د شوې توافقنامې په نه تطبیقولو سره غواړي د ملي وحدت حکومت ناکامه تجربه بیا تکرار کړي. دوی وايي، چې حکومت د څلورو میاشتو له تېریدو وروسته هم په دې نه دی توانیدلی چې کابینه تکمیل کړي.

ارګ د عبدالله له لوري درې وزارتونو ته معرفي شوي کسانو سره ظاهراً مخالفت ښودلی او له عبدالله عبدالله یې غوښتي چې د دغو کسانو ترمنځ دوه ـ دوه نور کسان هم ورمعرفي کړي، چې له ډلې به یې یو کس انتخاب کیږي.

ارګ شایسته سالاری او مسلکي توب د نوماند وزیرانو لپاره اړین شرایط بولي او د دې ترڅنګ د کابینې پر سیاسي وزن لرو باندې ټینګار لري، خو سپیدار په سیاسي توافق کې د کابینې غړو د معرفۍ موضوع حل شوې بولي.

سپیدار ماڼۍ د سیاسي توافق پر اساس د کابینې د ټاکلو موضوع حل بولي چې د دواړو لوریو صلاحیتونه او مسوولیتونه هم په کې څرګند دي. د مصالحې عالي شورا ویاند وايي، په سیاسي توافق کې د مسئلې ټول اړخونه او د لوریو صلاحیتونه او مسوولیتونه معلوم دي. د مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وايي: «کوم توافقات چې شوي، مسئله یې حل کړې ده، په سیاسي توافقنامه کې ټوله سیاسي قضیه روښانه ده، کوم صلاحیتونه او مسوولیتونه چې دواړو لوریو ته راجع دي، مسئله حل کوي، زه فکر کوم په دې برخه کې کومه ستونزه نه‌شته، خو متاسفانه د جمهور رئیس ویاند له دې جریاناتو او له دې معیارونو چې قانون پیشبیني کړي، بې خبره دی.»

عبدالله ته نږدې سیاسي کسان د ارګ له لوري د سپیدار له خوا معرفي شویو کاندید مخالفت غیرمعقول اقدام ځکه یادوي چې د ولسمشر غني له لوري معرفي شوي کاندید وزیران هم غیر مسلکي او په معیارونو برابر نه دي. عبدالله عبدالله ته نږدې کسان وايي، چې د کاندید وزیرانو د څرنګوالي په اړه د ولسمشر غني له لوري مطرح شوي غوښتنې منطقي نه دي او زیاتوي چې د ارګ له لوري معرفي وزیران هم غیرمسلکي دي.

د سیاسي چارو شنونکی سید اسحق ګیلاني وايي: «کوم کسان چې سپیدار معرفي کړي دي، دا ټول تعلیمیافته کسان دي، ممکن ځینې ستونزې ولري. زما په نظر دا د افغانستان د ملت ترمنځ د تشنج رامنځته کول دي او دا د افغانستان د شریف ملت په حق کې جفا ده.»

د ولسي جرګې غړي او سیاسي شنونکي د سیاسي توافقنامې نه تطبیق او د کابینې پر غړو باندې اختلافات ستر سیاسي بحران بولي. د ولسي جرګې غړي د ارګ او سپیدار ترمنځ د جنجالونو دوام او د ملي وحدت حکومت د ناکامو تجربو تکرار او د بحران نښه بولي.

د ولسي جرګې غړې نیلوفر جلالی کوفي وايي: «د ټولو ستونزو ترڅنګ خلک اندېښمن دي چې د ملي یووالي حکومت ـ چې په ستونزو او مشکلاتو کې تیرو شو ـ بیا تکرار شي او دا چې د ډاکټر اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د توافقنامې دوه میاشتې تېرې شوي دي تر اوسه هیڅ عملي ګام نه دی اخیستل شوی او دا دیوه بل نفسګیر بحران نښه ده.»

د حقوقي چارو شنونکی سبحان مصباح کابل نیوز ته ویلي: «دا چې په تېرو درې څلورو میاشتو کې حکومت د سیاسي شخړو په اساس ونه توانید چې کابینې ته مشروغیت ورکړي، دا د ملت له حق سره جفا ده او د قانون د حاکمیت پر وړاندې ستره مانع ده.»

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق