ګڼو امریکایي استازو هغه طرحې ته مثبته رایه ورکړې چې له مخې یې باید امریکایي عسکر په بشپړه توګه له افغانستان ووځي. د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې ۱۰۹ امریکایي استازو د هغه طرحې ملاتړ کړی دی چې باید د راتلونکي کال تر اپرېل پورې ټول امریکایي عسکر له افغانستان ووځي او په دې توګه روانه شل کلنه جګړه ختمه شي.
دوی همدا راز ویلي چې د افغانستان د سولې هڅې دې چټکې شي او ټول هغه امکانات دې له منځه یوړل شي چې افغانستان د ترهګرو پر ځاله بدلوي. امریکایي استازو ویلي چې باید په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسول شي، ټول سرتېري هېواد ته راستانه شي او په دې توګه دې د مالي او ځاني تلفاتو لړۍ پای ته ورسول شي.