په تازه کې د افغانستان د پلټنې ادارې هم تائید کړې چې د کورونا په پیسو کې پراخ فساد شوی او زیات شمیر پیسې حیف او میل شوي دي. دوی ویلي چې ناسم مدیریت د دې لامل شوی چې په مرکز او ولایتونو کې دغه پیسې د څو تنو غلو جیبونو ته ولویږي او دغې وبا ته ځانګړې کړې پیسې ورکې او بې ځایه ولګول شي.
د افغانستان د پلټنې اداره په داسې حال کې د کورونا په پیسو کې د فساد خبره تائیدوي چې پژواک خبري اژانس ډېر مخکې راپور ورکړی و چې د مصنوعی ساه اخیستو ماشینوه هم ګاونډیو هیوادونو ته قاچاق شوي دي. چې له همغې وروسته د حکومت په پوستین کې ورږې ور ننوتې او په یوه بهانه او بهانه یې دغه موضوع ردوله. که څه هم حکومت تر ډېر وخته د کورونا په پیسو کې د فساد خبره ردوله، خو پر حکومت ناظرو بنسټونو او ولسي جرګې په خپله حکومتي چارواکي په دې مسئله کې ګرم وپیژندل او حکومت یې بې کفایته یاد کړ چې په عمدي ډول یې فساد ته زمینه برابره کړې ده. په همدې خاطر ولسي جرګې د حکومت بل پروګرام ـ چې د ملي دسترخوان تر نامه لاندې عملي کیده ـ رد کړ او دا یې د فساد په خاطر د حکومت بله هڅه یاده کړه.
موږ له مخکې د حکومت او مسوولینو په شوم نیت اندېښنه ښودلې وه او له وړاندې مو خبرداری ورکړی و چې د ملي دسترخوان پروژه یوازې د څو غلو چارواکو د جیبونو د ډکولو په موخه طرحه شوې او باید مخه یې ونیول شي، ځکه دغه ډول پروژې په حقیقت په پیشکې د غوښې ساتل دي. خو د حکومت لوړپوړو چارواکو د ملي دسترخوان پروژې د پاک او صفا عملي کیدو ډاډ ورکاوه. اوس چې په خپله د حکومت یوه اداره د کورونا په پیسو کې د غبن او فساد خبره تائیدوي، نو بیا خو په هیڅ صورت دغو فاسدو او ککړو کسانو ته باید اجازه ور نه کړل شي چې د افغانستان په ملي سرمایه چې په کې کونډه، غریب، یتیم او ټول افغانان حق لري، د څو غلو له طریقه حیف او میل کړي، بلکې حکومتي چارواکي چې د کورونا په پیسو کې یې فساد کړی، وپيژني او باید عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي او د افغانانو پیسې ورڅخه تر لاسه او سخته سزا ورکړل شي. که داسې ونه شي د عامو افغانانو لاس به د حکومت له ګریوانه را کوز نه شي او د مفسدو ګریوان به تر لمنې څېړې کړي.