خبرهای مرتبط

جمع

پیروزی 5 بر 3 تیم ملی فوتسال افغانستان مقابل چین تایپه

تیم ملی فوتسال افغانستان در دومین دیدار دوستانه‌اش در...

افغانستان کې نیول شوي کسانو سره دي قانوني او طبي مرستي وشي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د جمعې...

استاد بازنشستۀ دانشگاه کابل که رو به کهنه‌فروشی آورده است

عبدالقیوم خواجه‌زاده در کنار تدریس در دانشگاه، چند سال...

آمریکا خواستار فشار شورای امنیت بر حکومت سرپرست در افغانستان شد

نمایندۀ آمریکا در سازمان ملل از شورای امنیت خواست...

غورځنګ سیال: افغانان به کله هم چا ته اجازه ورنه‌کړي چې پر ډیورنډ معامله وکړي

«د ولسمشر غني د ځانګړو ګارډانو برخورد ډېر غیرانساني و، خو په امنیت کې هرکس په غیږ کې نیولم او ویل یې چې موږ پر دې موضوع تر تاسې ډیر ځوریږو.»

د مشورتي لویې جرګې معترض ګډوڼوال ښاغلی غورځنګ سیال له کابل نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وايي، چې له وړاندې یې پلان نه درلود چې د ډیورنډ په اړه د ولسمشر غني پر وړاندې اعتراض وکړي، خو زیاتوي، یو ځل یې ذهن ته راغلل چې یو ځل له ولسمشر نه پوښتنه وکړي چې ایا د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له جریاناتو خبر دی که نه؟ نوموړی زیاتوي، که څه هم دا دده حق دی او باید ځواب یې ترلاسه کړی وای، اما د ولسمشر غني او د ځانګړو ګارډانو برخورد یې ډېر زشت او غیر انساني و.

نوموړی زیاتوي: «تاسې هغه ویډیو وګورئ کله چې ما د ډیورنډ خبره یاده کړه، ټولو شاته راپسې زیات شمیر ګډونوالو چکچکې وکړې، زه په کامره کې نه یم راغلی، سمدستي زما خوله بنده کړل شوه. د ولسمشر شخصي کارډانو ډېر بد او غیر انساني برخورد وکړ، خو کله چې امنیت ته یوړل شولم، هلته هر امنیتي په غیږه کې نیولم او راته یې ویل چې افرین پر تاسو، موږ پر دې موضوع تر تاسې ډېر ځوریږو.» دی زیاتوي، کله یې چې له جرګې وباسه، نو شپږ ساعته په امنیت کې بند و.

ښاغلي غورځنګ سیال وايي، مخلص افغانان چې پر افغانستان باندې دردیږي او ځان د دې خاورې اصلي وارثان بولي، په هر دغه ډول مجلس کې به دا غږ پورته کوي چې هغه د ډیورنډ مسئله څنګه شوه؟ او «هیڅکله به هیچا ته اجازه ور نه کړو چې چا سره دغه شان اسناد امضا کړي. د دوی اسنا اصلا اهمیت نه لري. د برلین دیوال ولسونو مات کړی. د دې فیصله به هم ولس کوي. نه یې پنجابیان کولی شي او نه یې په کابل کې حکومتونه، دا به ولس تصمیم نیسي، کله چې ولس تصمیم ونیو بیا به د ډیورنډ سرنوشت معلومیږي.»

نوموړی زیاتوي چې له څو کلونو راهیسې یې هڅې وکړې چې له ولسمشر سره د ډیورنډ کرښې اړوند موضوعاتو په اړه وګوري، خو نتیجه یې نه ده ورکړې. سیال وايي، چې د ډیورنډ کرښې په اړه د شویو معاملو په غبرګون کې یې په کراتو مظاهرې وکړې، خو بیا هم ولسمشر او حکومت د دوی غږ هیڅ وا نه وریده. دی زیاتوي، چې هدف یې دا و چې که چیرته ولسمشر  د ډیورنډ په اړه معلومات ونه لري، نو بیا خو همدغه جرګه ده چې باید په کې ورباندې بحث وشي. هغه وايي، افغانانو ته تر دې مهم بل کوم بحث کیدای شي؟

نوموړی زیاتوي، چې له دې وړاندې د ولسمشر حامد کرزي په وخت کې هم ولس تر دې سخت او قوي اعتراضونه کړي، خو دومره شدید عکس العمل نه دی ښودل شوی، اما د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري جدي غبرګونونه ښودل کیږي. نوموړي وايي، چې که چیرته پر ډیورنډ باندې معامله نه وي شوي، نو دغه شان توند غبرګون نه شي ښودلی: «پر ډیورنډ څه روان دي. ولې پر ډیورنډ د حکومت له لوري غږ نه پورته کیږی. تاسو واوریدل چې د ملي امنیت شورا مشر په ننګرهار کې وویل چې له دې وروسته به پاکستان پر ډیورنډ کرښه باندې تاسیسات نه جوړوي، له دې نه بعد څه معنا؟ که دا لفظي تیروتنه وي، بیله معنا لري، خو که چیرته دا خبره په شعوري توګه کوې، بیا خو یې زه د دې خاورې د وارثاو افغان په توګه د منلو وړ نه دی. په همدې خاطر باید له ولسمشر نه پوښتنه شوې وای، لا اقل باید ولسمشر راته ویلي وای چې هو ځوانه زه د ډیورنډ په هلکه له ټولو جزییاتو خبر یم، خو اوس مې له وسه نه ده، یا زه نه یم خبر. بیا به مو ورته ویلي وای چې د پنجاب پر وړاندې همدلته جهاد اعلان کړه، بیا به لومړی کس زه وم او پر سر به مې کفن تاړه او له ډیورنډ نه به مې دفاع کوله، دا کار هر افغان کاوه.»

غورځنګ زیاتوي: «کله چې د اې سو پي او د بارډر منجمنت خبره راپورته کیږي، اصلاً حکومت ځواب نه وايي، که چیرته کومه خبره نه وي، نو رادې شي او ودې وايي چې هیڅ هم نه شته، خو که چیرته تر کاسې لاندې نیمه کاسه وي، بیا یې افغانان ورسره نه مني، دوی دې دا سر خلاص کړي چې که یو افغان پاتې وي، د دې خاورې نه به دفاع کوي، لوی افغانستان د ټولو افغانانو ارمان دی، تر څو چې لوی افغانستان نه وي جوړ شوی، که دا ډول لس سولې هم وشي، نتیجه نه ورکوي، ځکه پنجاب زما ازلي دښمن دی.»نوموړی زیاتوي چې پر ډیورنډ افغان ولسمشرانو سرونه ورکړي دي، افغانان ډیورنډ د یوې پټې معاملې په ټس کې پنجاب ته نه شي ورکولی.

د یادولو وړ ده چې یوازۍ سیال غورځنګ په مشورتي لویه جرګه کې اعتراض ونه کړ، چې له جرګې و ایستل شو، بلکې د دې جرګې بلې غړې آغلې بلقیس روشین هم د ولسمشر د وینا پر مهال پر نوموړي نیوکه وکړه چې د امنیتي کسانو له زشت غبرګون سره مخ شوه او له جرګې بهر کړل شوه.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق