طالبان: د خبرو پر وړاندې اساسي خنډ لرې شو، مخامخ خبرو ته چمتو یو
کابل کې د سولې مشورتې لویې جرګې پرون یکشنبه د هغو ۴۰۰ طالب زندانیانو خوشې کول تائید کړل چې حکومت په لویو جرمونو کې ښکیل بللي. ولسمشر غني هم ویلي چې ډېر ژر به یاد زندانیان خوشې شي. د جرګې له دې پرېکړې سره همهاله وسلهوالو طالبانو بي بي سي پښتو تلویزیون ته ویلي چې که دا زندانیان خوشې شي، نو دوی به یوه اونۍ کې افغان حکومت سره مخامخ خبرې پيل کړي.
مشورتې لویې جرګې چې مشري یې د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله کوله د ۴۰۰ طالب زندانیانو د خوشې کولو په اړه په خپل ۲۵ ماده ییز پریکړه کې ویلي چې د سولې خبرو د پیل په وړاندې د خنډونو د لېرې کولو، د وينې تویېدو د مخنیوې او د عام مصلحت په خاطر “د طالبانو ۴۰۰ بنديانو د خوشي کیدو نظر تائیدوي”. خو د جرګې په پریکړه لیک کې ټينګار شوی چې که غوښتنه وشي، نو د هغو کسانو حق العبد دې خوندي وي چې د خوشي شويو طالبانو لخوا متضرره شوي دي.
مشورتي لویې جرګې د سولې خبرو کې د تېرو نږدې دوه لسیزو د لاسته لاوړنو پر ثابت ساتلو ټېنګار کړی مشورتې لویې جرګې ټېنګار کړی چې د سولې بهیر کې باید اسلامي ارزښتونه او “په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د خلکو لاسته راوړنې حفظ او تقويه شي”.
دغه راز ټینګار شوی چې باید د ولسواکۍ او جمهوريت اصول او د اتباعو اساسي حقونه، په ځانګړي توګه د قومي، ديني او مذهبی لږکیو سیاسي موقعیت او حقونه تر پښو لاندې نهشي. مشورتي لویې جرګې سپارښتنه کړې چې که اړتیا وې، نو اساسي قانون په همدې قانون کې د راغلي میکانیزم له مخې تعدیلېدای شي.
افغان ولسمشر د جرګې ګډونوالو ته وویل چې له نړیوالې ټولنې یې دا ډاډ تر لاسه کړی چې له طالبانو سره کومه پټه “موافقه” نه ده شوې او ټولو په یوه غږ ورته ویلي چې ” مطلوب هدف چې ازاد افغانستان دی” ژمن دي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بي بي سي ته ویلي چې که دا ۴۰۰ زندانیان خوشې شي، نو دوی په یوه اوونۍ کې مخامخ خبرو ته چمتو دي. سهیل شاهین وویل چې نور د خبرو پر وړاندې خنډ نهشته او د دوی ۲۱ کسیزه مرکچي پلاوی چې مشري به یې عباس ستانکزی کوي د خبرو لپاره چمتو دی.
نوموړي ویلي د خبرو پیل به د قطر په پلازمینه دوحه کې وي. د اوربند په اړه سهیل شاهین وویل چې دا موضوع د بین الافغاني خبرو په اجندا کې ځای لري او دوی له وړاندې تاوتریخوالی کم کړی دی.
د مشورتي لویې جرګې مشر عبدالله عبدالله د جرګې پریکړې د سولې پر لوري یو مهم ګام وباله او په دې سره «د سولې پر وړاندې وروستی خنډ له مخې لرې شو او د سولې د خبرو پیل نږدې دی.» هغه د لویې جرګې ګډونوالو ته وویل، تر کومه چې شونې وي افغان حکومت د لویې جرګې پرېکړه لیک عملي کولو ته ژمن دی.
ښاغلي عبدالله وویل : «”سره له دې چې د هېواد په کچه د جرګې په تړاو پوښتنې وې، خو ټولو ترې ملاتړ وکړ، چې الحمدالله په خیر سره پای ته ورسېده. یو ټکی ډېر مهم و، چې د لویې جرګې په جریان کې هیڅ حکومتي چارواکي مداخله ونه کړه او نه یې پرې کوم تاثیر لاره، چې د جرګې د غړو او د افغانستان د خلکو د هیلو خلاف وي.»
د لویې جرګې د وروستۍ ورځې بل مهم وینا وال پخوانی ولسمشر حامد کرزی و چې ګډون یې د جرګه والو له هرکلي سره مخ شو.
ښاغلی کرزی د جرګې پر لومړۍ ورځ نه و راغلی او د تېر کال مشورتي لویې جرګې د رابللو کلک مخالف هم و. خو پرون یې په خپله وینا کې له ولسمشر غني مننه وکړه چې خلکو ته یې وخت ورکړ او دا جرګه یې را وبلله. هغه وویل دا جرګه دی او د افغانستان خلک خپلې هیلي ته چې سوله ده، رسوي ځکه د ده په وینا په سوله کې عزت او ژوند دی.
ښاغلي کرزي د جرګې ګډونوالو ته په خطاب کې وویل چې ولسمشر غني به د دوی پرېکړې عملي کړي، نوموړي هیله وښودله چې د طالب زندانیانو له خوشي کولو وروسته به په دوه درې ورځو کې له طالبانو سره مخامخ خبرې پيل شي.