خبرهای مرتبط

جمع

خانۀ ظلم خراب است!

چکیده: یک قطره جوهر سیاه وقتی در یک لیوان...

تلاش‌های سازمان دیدبان حقوق بشر برای تحریم ورزش افغانستان

سازمان دید‌بان حقوق بشر به تازه‌گی از کمیته بین‌المللی المپیک خواسته است تا ورزش افغانستان را تحریم کند.

سرمست لقب قهرمان حقوق موسیقی جهان را از آن خود کرد

شورای جهانی موسیقی لقب قهرمان حقوق موسیقی سال ۲۰۲۲...

دوستم: له ډیورنډ کرښې اخوا تر پېښور او اسلام آباده ټولې سیمې د افغانستان خاوره ده

وروسته له هغه چې پاکستاني پوځیانو په سپین بولدک کې پر افغانانو بریدونه وکړل او ګڼو افغانانو ته یې مرګ ژوبله واړوله، د پاکستاني پوځیانو دغه کار د افغانستان د مارشال عبدالرشید دوستم شدیده غصه پارولې او له خپلو پلویانو سره په یوه ناستې کې وايي چې د پاکستان د دغه شان کړنو باید غاښ ماتوونکی ځواب ورکړل شي.

نوموړی چې سخت احساساتي ښکاري وايي، چې د پاکستان د دغه شان کړنو پر وړاندې باید ټول ملت ګډ ځواب ورکړي: «د دغه خونخوار دښمن پر وړاندې باید ټول ملت، پښتانه، ازبکان، هزاره ګان، تاجیګان، شمال او جنوب ټول باید په متحدانه ډول د خپلو امنیتي ځواکونو ترڅنګ ودریږو او غاښ ماتوونکی ځواب یې باید ورکړو.» بیا خپلو پلویانو ته وايي، چې د پاکستان ځواب ورکولی شئ، هغوی په یوه غږ وايي:هو‌! ځواب ورکولو ته یې اماده یو.

نوموړی وايي:«د ډیورنډ کرښه، له پېښوره ګوز آن تر اسلام آباده د افغانستان خاوره ده. ټول له پاکستانه چیغې وهي، له دوی سره تل همداسې روان یو، له هرې ورځې مرګ نه یوه ورځ مرګ ښه دی، دا څه ډول دي، موږ خو یې تباه تباه کړو، راځئ ودریږئ، که چیرته دوی تر دې زیات تاخت او تاز وکړي، کنسولګرۍ یې وتړئ، روابط ورسره قطع کړې.»

همرسانی کنید

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق