خبرهای مرتبط

جمع

استانکزی: درهای علم نباید به روی کسی بسته شود

شیرمحمد عباس استانکزی، معاون سیاسی وزارت خارجۀ امارت اسلامی...

حامد کرزی خواستار آزادی فوری مطیع‌الله ویسا شد

حامدکرزی، رئیس جمهور پیشین افغانستان در واکنش به بازداشت...

وقوع انفجار در کابل 10 کشته و زخمی برجا گذاشت

وقوع انفجاری که امروز (دوشنبه، 7 حمل) در شهر...

شهیدانو، کونډو او یتیمانانو ته پام په‌کار دی

له بده مرغه په د افغانستان په گوټ گوټ کې د تیرو څلویښتو کلنو راهیسې د پردیو په لمسون او مداخله او په خپلو کې د نفاق له کبله جنگ جگړه ترھگری او مرگ ژوبله روانه ده. په دې مرگ ژوبله کې داسې کور، داسې خاندان نه‌شته چې محفوظ پاتې وي. په لکونو وطنوال شھیدان شوي دي او په لکونو ټپیان او معیوب دي. داسې څوک نه‌شته چې ھغه دا اووایي چې ھغه په دې تپل شوي جنگ کې دې بچ پاتې وي.

ددې حقیقت نه ھیڅوک انکار نه شي کولی چې په افغانستان دا تپل شوي جنگونه د ڼړیوالو قوتونو، استخباراتی ادارو د خپلو منافعوو او مفاداتو ته روان کړی او د ددې ھدفونو د حصول لپاره دوی  په مختلفو نعرو او وعدو نه یوازې زمونږ وطنوال، بلکې ځینې پنجابیان، عربان، د منځنۍ اسیا ھیوادونو ترھگر د مزدورانو او اجرتی قاتلانو په توگه استعمال کړل او اوس یې ھم استعمالوي.

دا ھم یو حقیقت دې چې دا د نړوال تاریخ اوږد جنگ د ځینې کسانو یا افراد لپاره د مالی گټو یو ښه منبع جوړه شوې ده. دې جنگ د افغانستان په ټولنیزو او سیاسی اړخونو باندې ډیر اثرات اچولي دي او اوس یې ھم اچوي. د جنگ له وجې ځینې ھیروگان صفر شول او ھغه زیرو نن ھیرو شوي دي. د بادشاھانو په شان ژوند تیروونکي نن در په در دي. د یو وخت ډوډۍ را روټۍ درک یې نه لگیږي او ځینې داسې ھم دي چې ھغوی د بادشاھانو نه ښه ژوند تېروي. نه یوازې په افغانستان، بلکې په پاکستان، متحده عرب اماراتو، سعودی عرب، امریکه، یورپ او نورو ھیوادونو کې په بلیارونو ډالرو مالیاتو دولت، کورونه، ھوټلونه او نور املاک لري.

د دې خبرې نه هېڅوک انکار نه‌شي کولی چې په دې تپل شويو جنگونو کې د گران ھیواد، د اسلامی اساساو نظریې او جغرافیايي سالمیت لپاره قربانې ورکوونکی ټول شهیدان دي، الله پاک دوئ ټول وبخښي. له دې شهیدانو نه یو گڼ شمیر کنډې یتیمان پاتې دي. ھم دغه شان د جنگونو له کبله یو گڼ شمیر وگړی ټپیان او معیوب شوي دي. په دې ځپل شوي وطنوالو کې د ھر عمر وگړي شامل دي۔ د معلوماتو تر حده په افغانستان کې د غربت شرح د ټولې نړۍ نه ھم د دې کونډو، یتیمانو او معیوبانو که وجې زیاته ده.

 په تیرو څلور لسیزو کې د افغانستان ھر دولت د کنډو یتیمانانو او معیوبانو د خیرښیګڼې ژمنې کړې دي. وزارتونه یې ورته برابر کړي دي، خو د ځمکنې حقیقت څه بل شی دی۔ په کار ده چې نه یوازې دولت، ولسمشر او چارواکي، بلکې د افغانستان ټول شتمن میدان ته راشی دا کونډې یتیمان او معیوبان نور د بې عزتئ نه بچ کړي. که د افغانستان شتمن او تاجران جدي همکاري وکړي، نو په کابل، جلال آباد، مزار شریف، هرات او قندھار او نورو ښارونو کې به د کونډو، یتیمانانو او معیوبانو بې عزتی نه کیږي.

شمیم شاهد

همرسانی کنید

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق