خبرهای مرتبط

جمع

فعال شدن سیستم دفاع موشکی ایران پس از انفجار در اصفهان

خبرگزاری فارس ایران گزارش داده که بامداد امروز (جمعه،...

«اسلام‌آباد دو پایگاه به آمریکا داده است»

یک عضو ارشد حزب «تحریک انصاف» پاکستان مدعی شد...

معین وزارت داخلۀ حکومت سرپرست: نظام اسلامی افغانستان به افراد متخصص نیاز دارد

محمد نبی عمری، معاون وزارت داخلۀ حکومت سرپرست در...

حامد کرزی حملۀ موشکی ایران بر اسرائیل را دفاع مشروع خواند

حامد کرزی، رئیس جمهور پیشین افغانستان به تازه‌گی دربارۀ...

پر ډیورنډ معامله، د تاریخ تر ټولو ننګینه پاڼه!

همیشه د ډیورنډ په اړه خواشینوونکي خبرونه اورو. تازه خبر هم خواشیوونکی دی. ویل کیږي چې پاکستاني ملیشو د کونړ ولایت په پنځو ولسوالیو کې د اغزن تار غځول پیل کړي دي او ګڼې کورنۍ او کلي یې له یو بل څخه جلا کړي دي. راپورونه وايي چې پاکستاني ملیشو دغه کار د درنو توپونو له ویشتلو چې څو موده مخکې یې افغان لوري ته مرګ ژوبله هم اړولې وه، پیل کړي دي. د راپورونو له مخې د پکتیکا په ګومل ولسوالۍ باندې هم د پاکستاني پوځیانو له لوري د توپونو ویشتل پیل شوي چې په نتیجه یې ګڼو کسانو مرګ ژوبله هم اوښتې ده. راپورونه وايي، چې پاکستاني لوری پنځه کیلومټره وړاندې هم راغلي دي. تر دې وړاندې هم پاکستانیانو پر ډیورنډ تحرکات کړي وو، خو د افغان حکومت له ډېر عادي غبرګون سره هم نه دي مخ شوي او آن په ځینو مواردو کې هغو افغان چارواکو ته ـ چې د پاکستاني تحرکاتو مخه یې نیولې ـ سزا هم ورکړل شوې. د کونړ د دور بابا ولسوالۍ د ولسوال د لرې کیدو پېښه تازه هغه ده چې یادونه ترې کولی شو.

اوس اصلي مشکل دا دی چې ولې پاکستاني لوري پر ډیورنډ دومره په جرآت او سپین سترګۍ تحرکات پیل کړي دي؟ اصلي معامله څه ده؟ ایا په کابل کې موجودې ادارې ورسره معامله کړې؟ ایا زموږ مشران تر بوسو لاندې اوبه تېروي؟ د لویې جرګې په ورځ چې کله ښاغلي غورځنګ سیال له ولسمشر محمد اشرف غني څخه د ډیورنډ کرښې د وضعیت په اړه وپوښتل ولې یې خوله ورپټه او له تالار څخه یې وباسه؟ ولې د ډیورنډ کرښې د سرنوشت په اړه له پوښتنو نه حکومتي مشران ډایریږي؟ له ملت نه یې څه پټ کړي؟ د غورځنګ خبره ډېره پر ځای ده چې ویل ما غوښتل چې ولسمشر د ډیورنډ له وضعیته خبر کړم، اما ولې زما اعتراض ورباندې لکه مرمۍ ولګیده؟

دغه ټول هغه سوالونه دي چې ولس یې له حکومته ځواب غواړي. که چیرته یې پر ډیورنډ معامله کړې وي، بیا خو یې ولس ورسره نه مني، دا څه چې ګڼ نور بې ولسه او بې ريښې مشران راشي پر ډیورنډ معامله نه شي کولی، ډیورنډ د ملت مال دی او ملت (دواړه خوا ولسونه) به یې په اړه تصمیم نیسي. او باید ووایم چې د ډیورنډ د سرنوشت معلومولو په خاطر به له همدغه ولسه پوښتل کیږي او هر وخت چې دوی رایه ورکړه، بیا د دې کرښې سرنوشت معلومیدای شي. نه یې د کابل حکومتونه د سرنوشت د معلومولو لپاره صلاحیت لري او نه هم په اسلام آباد کې موجود د سعودي او امریکا پروژه یان دا توان او جرات لري، بلکې دا د افغانانو حق دی او افغانان به یې په اړه فیصله کوي.

خو که چیرته افغان مشرانو د ډیورنډ په اړه کومه پټه معامله کړې وي، چې له شک پرته داسې کوم څه یې ارو مرو له پاکستاني لوري سره ترسره کړي دي چې په دومره سپین سترګۍ او جرات راځي او پر افغان خاوره اغزن سیمان او دیوالونه دروي، نو په دې دې پوه شي چې د تاریخ تر ټولو ننګینه معامله یې په ډېره بې شرمۍ او سرټیټۍ ترسره کړې ده. ملت به دوی کله هم ونه بخښي، ځکه دوی له خپل وس او واک پورته موضوع چې د تاریخ په اوږدو کې هیڅ افغان مشر ورباندې د داسې بې معنا بحث جرات هم نه دی کړی، دوی وړاندې شوي او په ډېره بې شرمۍ یې ننګینه معامله کړې.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق