د حکومت ډېرو ستونزو په اړه مو چې نیوکه او نقدونه وکړل، دا د دې سبب شول چې اوس حکومت له هغو رسنیو سره کینه او دوه ګونی چلند وکړي چې پر غلطو او اشتباه کړنو یې نیوکه کوي. په تازه کې د ګڼو رسنیو ـ چې د حکومت اشتباه کړنې او پالیسۍ نقدوي ـ مسوولینو ویلي چې حکومت یې خبریالان مهمو غونډو ته نه وربلي او زیاتوي چې حکومت یوازې د هغو رسنیو ژورنالیستان ورغواړي چې د دوی په ګټه نشرات کوي او په یو ډول د ملت په سترګو ته خاورې ورشیندي.
دا لومړی ځل نه دی چې دا اندېښې وړاندې کیږي، بلکې د ملي یووالي حکومت په پوره دوره او دا دی د نوي حکومت په دې کمه موده کې له رسنیو سره دوامداره دوه ګونی چلند روان دی. د افغانستان ټایمز ګروپ رسنیو ـ چې افغانستان ټایمز انګلیسي ورځپاڼه او دنیا پښتو او دري ورځپاڼه یې غړیتوب لري ـ یوه ورځ هم د حکومت مهمو ناستو نه دي وربلل شوي او نه هم په بهرنیو سفرونو کې د دې رسنیو خبریالانو ته د سفر زمینه برابر شوې، بلکې په یو ډول له دوه ګوني چلند سره مخ دي، چې دغه وضعیت د خبریالاینو پر کارونو جدي تاثیر اچولی دی. یوازې افغانستان ټایمز ګروپ نه بلکې ګڼې نورې رسنۍ هم له ورته سرنوشت سره مخ دي.
اصلاً په یوه ټولنه کې د ازادو رسنیو شتون څه معنا لري؟ ایا باید ټولې رسنۍ د حکومت او دولت په واک او اختیار کې وي، که داسې وي، د بیان د ازادۍ او د فکر د ازادۍ معنا څه شوه؟ ایا په یوه ټولنه کې د نقد ضرورت نه شته؟ که نه وي بیا خو هماغه د طالبانو پالیسي تر ټولو بهتره ده چې ټولو رسنیو ته قفلونه واچول شي او خبریالانو ته هم د فعالیت اجازه ورنه کړل شي، خو که داسې نه وي او حکومت او مسوولین د بیان پر ازادۍ باور لري، نو بیا خو اړینه ده چې تر نورو رسنیو منتقدو هغو ته زیاته توجه وشي، ځکه ممکن د دغو رسنیو نقد پر ځای او حکومت او مسوولین سمې لارې ته وهڅوي.
په همدې پلمه یو ځل بیا پر حکومت او چارواکو غږ کوو چې د خبریالانو د سر او مال د ساتنې ترڅنګ د دوی له وضعیت باخبري هم د دوی مسوولیت دی. ټول خبریالانو د همدغه مملکت د لوړو ګټو د ساتنې به خدمت کې دي، نو باید ورسره دوه ګونی چلند پای ته ورسیږي او څه غوښتنې او مطالبات چې د خبر رسونې په برخه کې لري، په ورین تندي واوري او په عملي کیدو کې یې ورسره همکاري وکړي.