په کابل کې د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونتیکورو ډاډ ورکړی دی چې یاد سازمان به تلپاتې سولې ته تر رسېدو له افغانستان او ملي امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ وي او په دې برخه کې به خپلو هر اړخیزو همکاریو ته دوام ورکړي.
افغانستان کې د ناټو پر ټویټر پاڼه راغلي چې پونتیکورو دا څرګندونې پرون د ولسمشر غني له لومړي مرستیال امرالله صالح سره په لیدنه کې کړې دي. سرچینه کاږي چې په دې لیدنه کې د سولې برخه کې پر پرمختګونو او بین الافغاني مذاکراتو ته پر چمتووالي خبرې اترې شوې دي.
د یادونې ده چې د افغان حکومت له لوري د ۴۰۰ طالب زندانیانو د خوشې کېدو د فرمان تر لاسلیکېدو وروسته ګڼو هېوادونو او سازمانونو د حکومت له پرېکړې هرکلی کړی او د بین الافغاني مذاکراتو پر ژر پیلېدو یې ټینګار کړی دی.