خبرهای مرتبط

جمع

ثبت بالاترین آمار مرگ و میر مادران و کودکان در افغانستان

دفتر هماهنگ کننده کمک‌های بشردوستانه سازمان ملل اعلام کرد...

تقابل النصر عربستان و پرسپولیس ایران با حضور رونالدو

در ادامۀ بازی‌های فوتبال قهرمانی باشگاه‌های آسیا تیم النصر...

کابل-جلال‌اباد لار؛ کوچنیو موټرو ته فرعي سړک جوړ شوی، خو خوندي نه دی

د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي، د...

قصر سفید: برنامه‌ای برای به رسمیت شناختن حکومت طالبان نداریم

قصر سفید می‌گوید که حکومت سرپرست در افغانستان بر...

د افغانستان د تورو ورځو د پیل نېټه!

د چودا اګست اصطلاح د ډېری افغانانو په ذهن کې اوس هم تازه ده. دا د پاکستان د ازادۍ ورځ ده. که څه هم له تاریخي واقعیتونو سره سر نه خوري، خو پاکستانیانو د دې لپاره چې له هندیانو ځان لوړ وښيي، د ازادۍ ورځ یې د اګسټ له پنځلسمې نه څوارلسمې ته بدله کړې ده. دا ورځ ډېری پاکستانیانو او د آی ایس آی پلویانو ته تاریخي ورځ ده، خو یو شمیر افغانانو او د پښتونخوا او بلوچستان وګړو ته د تورو او سختو ورځو او شپو د پيل نېټه ګڼل کیږي.

افغانانو ته خو د پاکستان ازادي دومره په لوړه بیه تمامه شوې چې په نړۍ کې به بل هیڅ هیواد ته به نه وي تمامه شوي. افغانستان د خپل ګاونډي د ازادۍ لپاره ډېره لوړه بیه پرې کړې. که څه هم نیم پاکستان د افغانستان له خاورې تشکیل دی او یوه زیاته برخه وګړي یې هم فعلاً په قومیت افغانان دي او ځانونه افغانان بولي، خو بیا هم دغه هیواد له خپل ګاوڼدي، مسلمان، هم ژپي او هم فرهنګي هیواد افغانستان سره هغه ظلمونه وکړل چې ممکن د افغانستان په تاریخ کې هیڅ کافر او مسلمان هیواد نه وي کړي.

په افغانستان کې د غربیانو د ډېری ککړو پروژو عملي کول د همدغه مسلمان هیواد له طریقه شوي دي. د افغانستان ټوله شتمني د پاکستان له لوري تباه شوې ده. افغانستان چې په کومو برخو کې ضربه لیدلې، ټوله د پاکستان له لاسه ده. د افغانستان څه بنسټونه چې نړیدلي د همدغه مسلمان هیواد له لوري نړول شوي دي. دمجاهد، طالب، داعش، لشکر طبیه او طالبان خټک او نورو ډلو له لوري چې د اسلام په نامه د افغانستان تباهي شوې او لا هم ادامه لري، د همدغه مسلمان هیواد د پالیسیو او شومو اهدافو نتیجه ده.

پاکستان لسګونه کاله مخکې هم په افغانستان کې جهاد روا ګڼلی و او نن ورځ هم چې د جهاد تر نامه لاندې کومه جګړه روانه ده، د پاکستان د استخباراتو د مفتیانو د فتوا پر اساس روانه شوې ده. ډیری جنګي ډلې د خپل جنګ مشروعیت فتوا له همدغه مسلمان ګاونډي هیواده رااخلي او دلته راځي سړکونه، ښوونځي، روغتونونه، پوهنتونونه، جوماتونه، مدرسې او ورزشي ځایونه په نښه کوي او افغانان په کې وینو لمبوي.

د افغانستان چې ورځ بده ده د همدغه مسلمان هیواد له لاسه ده چې نه د افغانستان ازادي غواړي او نه هم د افغانستان تر نامه لاندې یو بل مسلمان ګاونډی، بلکې ټول اسلام یې خپله په ټیکه اخیستی او هر ډول چې وغواړي هغسې ترې استفاده کوي. همدا اوس چې به افغانستان کې څه روان دي، ټول د همدغه هیواد په خوښه مخته ځي. که افغان وژل کیږي، که یې کور ورانیږي او که یې سرکاري ځایونه او ودانۍ ورانیږي، د ټولو فتوا همدغه د اکست په څوارلسمه ازاد شوي هیواد څخه اخیستل کیږي.

له همدې امله په زغرده وایم چې پاکستان که څه هم د اسلام تر نامه لاندې ازاد شوی، اما د اسلام له نوم نه یې هومره غلطې استفاده کړې چې ممکن په خپله عربستان هم نه وي کړي، که څه هم عربستان هم تر پاکستان له اسلامه په سوء استفاده کې کم نه دی، خو پاکستان د اسلام په نامه زموږ ټول هیواد برباد کړ. زموږ دیني او فرهنګي بنسټونو ته یې نه جبرانیدوکې صدمه ورسوله او زموږ بیخ او بنیاد یې وباسه.

نو له همدې امله وایم چې د پاکستان د ازادۍ ورځ نه ده، په حقیقت کې په افغانستان کې د شروع شوي قیامت ورځ ده. افغانان له دغې ورځې هیڅ ښه خاطره نه لري. په همدې خاطر په دې ارمان دي چې د ازادۍ دغه ورځ دې خدای د تاریخ له پاڼې بیرته پاکه کړي او دغه هیواد دې خدای ژر تر ژره د نړۍ له نقشې ورک کړي. زموږ نیمه خاوره پاکستان قبضه کړې ده. پښتونخوا او بلوچستان کله هم د پاکستان خاوره ګڼل کیدای نه شي. تر هغو چې دغه دوه سیمې له پاکستانه جلا او خپل اصلي بدن سره یوځای نه شي، نه په افغانستان او نه هم په سیمه کې امن او امان راتلای شي، نو په همدې پلمه یو ځل بیا وایم چې لر او بر افغانان باید د خپل حق د تر لاسه کولو په خاطر کرار کې نه ني، بلکې د بشپړ افغانستان د بیا جوړولو او د اکست د ځوارلسمې د نابودولو په خاطر دې فکري او فزیکي مبارزه جاري وساتي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق