خبرهای مرتبط

جمع

ثبت بالاترین آمار مرگ و میر مادران و کودکان در افغانستان

دفتر هماهنگ کننده کمک‌های بشردوستانه سازمان ملل اعلام کرد...

تقابل النصر عربستان و پرسپولیس ایران با حضور رونالدو

در ادامۀ بازی‌های فوتبال قهرمانی باشگاه‌های آسیا تیم النصر...

کابل-جلال‌اباد لار؛ کوچنیو موټرو ته فرعي سړک جوړ شوی، خو خوندي نه دی

د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي، د...

قصر سفید: برنامه‌ای برای به رسمیت شناختن حکومت طالبان نداریم

قصر سفید می‌گوید که حکومت سرپرست در افغانستان بر...

ایا د تقابل سیاست مو سولې ته رسولی شي؟

په تازه کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د تقابل او د یو بل د غندلو لړۍ زور اخیستی دی. په تازه کې ولسمشر غني ویلي وو چې ممکن څلور سوه ازاد شوي طالب زندانیان افغانستان، امریکا او نړۍ ته خطرونه پيښ کړي، خو دا چې د امریکا غوښتنه وه، ځکه نو ازاد شول. نوموړي دغه زندانیان خورا خطرناک بللي دي. طالبانو بیا د ولسمشر غني پر دغو څرګندونو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دغه ډول څرګندونې د هیڅ لوري په ګټه نه دي. په ورته وخت کې د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي طالبان په پلمه جوړونې تورن کړي. له بل لوري طالبانو یوځل بیا ټینګار کړی چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته نه حاضریږي، بلکې له بیلابیلو افغان لوري سره به خبرې کوي.

اوس سوال دا دی چې د سولې د تامین لپاره همداسې فضا ته اړتیا ده؟ ولې طالبان او حکومت د تور لګولو او ګرم ګڼلو سیاست مخ کې نیولی؟ ولې د باور جوړولو لپاره کار نه کوي چې پر یو بل تورونه پورې کوي؟ د سولې له روان بهیره لسګونه دغه ډول پوښتنې راپورته کیږي، چې ملت ته اندېښې اچوي چې ولې د جګړې ادبیات لا توندیږي؟ تر دې مخکې که مخامخ جګړه توده هم وه، خو حکومت او طالبانو دومره یو بل نه سپکول او د رسنیو په فضا کې یې یو بل باندې دومره بې معنا او بې ځایه تورونه نه پورې کول. دا چې په دې حساس وخت کې د طالبانو د جنګیالیو د جسدونو پر وړاندې د اهانت ویډیو خپریږي، دا څه معنا لرلی شي؟ حتما هڅه کیږي چې د دواړو لوریو ترمنځ د باور فضا جوړه نه شي او د یو بل وینې ته ترپخوا لا تږي شي. د افغانستان جنګ که مخکې له دې د بهرنیانو په مستقیمه مداخله مخته بیول کیده، له دې وروسته خو د امریکایانو او نورو بهرنیانو مداخله هم په کې په کمیدو ده، له دې وروسته به د جګړې د دوهم لپاره څنګه شرایط برابریږي او څوک به یې برابروي؟ ایا جهاد باید افغان د افغان پر وړاندې وکړي؟ ایا په هر نوم چې وي، د بل افغان وژل روا ګڼلی شو؟ که دولت وژل کوي او که طالبان دواړه حرام کار کوي او په هیڅ صورت ورته د خپل بل افغان وینه تویونه جواز نه لري، نو له همدې امله پر ټولو لوریو په ځانګړې توګه پر طالبانو او افغان حکومت غږ کوو چې د تقابل له سیاست لاس واخلي او د واقعي سولې لپاره شرایط برابر او د جګړې له ادبیاتو مخ وګرځوي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق