خبرهای مرتبط

جمع

هند فعالیت‌ مدارس دینی در این کشور را ممنوع...

حکومت سرپرست: توافق اسکان حکمتیار با دولت اشرف غنی بود

مقامات سابق حکومت سرپرست تصریح کردند توافق اسکان رئیس...

عامل حمله در قندهار در پاکستان آموزش دیده، به افغانستان آمده بود

یک رسانۀ نزدیک به حکومت سرپرست می‌گوید عامل حملۀ...

پوتین فردا را عزای عمومی در روسیه اعلام کرد

ولادیمیر پوتین، رئیس‌جمهور روسیه در یک سخنرانی تلویزیونی در...

شنونکي: په منظم ډول د سولې پروسې د ناکامولو هڅې روانې دي

په سیستماتیک ډول د سولې پروسې د ناکامولو هڅې روانې دي. د سیاسي چارو شنونکي وايي د حکومت مذاکراتي هئیت پر غړې فوزیه کوفي وسله وال برید، له څرخي پله زندان څخه په ازاد شویو طالب بندیانو بریدونه، د ښوونځيو د سوځېدو پرلپسې پېښې او داسې نور د سولې پروسې د ناکامولو لپاره د پلان شوې دسیسې برخه دي.

د چارو شنونکي وایي پر فوزیې کوفي تر برید مخکې له څرخي پله زندان څخه پر یو ازاد شوي بندي وسله وال برید، کابل او ولایتونو کې په پرلپسې توګه د مقناطیسي ماینونو کارول کېدل او تر تخار وروسته بادغیس کې د ښوونځیو د سوځېدو پرلپسې پېښې د سولې پروسې د سبوتاژ او ناکامولو سیستماتیکې هڅې بولي.

کوفي چې د ښځو حقونو فعاله او د موج تحول سیاسي بهیر ګوند رئیسه ده د افغان سولې ډېری ناستو ګډون کوونکې هم پاتې شوې ده پر نوموړي برید په کور دننه او د باندې غبرګونونه راپورته کړې دي او دا برید د سولې پروسې د سبوتاژونکو کار ګڼل کیږي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر فوزیې کوفي برید د افغانستان د سولې د دښمنانو کار بللی او ویلي دي چې افغانان باید د داډول دسیسو پروړاندې ودریږي او هیچاته اجازه ورنه کړي څو د سولې پروسه له ستونزو سره مخ کړي.

د ولسي جرګې ځینې غړي هم وایي چې د سولې پروسه ابهاماتو سره مخ ده او ددې بهیر د سبوتاژ روانو هڅو په تړاو باید اړوند امنیتي او استخباراتي بنسټونه خلکو ته وضاحت ورکړي.

طالبانو له څرخي پله زندان څخه پر ازاد شوي بندي برید په اړه د وضاحت غوښتنه کړې او پر فوزیې کوفي ترسره شوي برید کې یې خپل لاس لرل رد کړي دي.

د ولسي جرګې  قریب رحمان سعید کابل نیوز سره خبرو کې د سولې روان بهیر د ابهاماتو سره مخ بولي، خو د سولې پروسې ګړنديتوب پرمهال د سولې فعالینو باندې هدفي بریدونو زیاتېدو په تړاو امنیتي او استخباراتي ادارې مسئولې ګڼي چې پدې اړه خلکو ته وضاحت ورکړي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق