خبرهای مرتبط

جمع

هند فعالیت‌ مدارس دینی در این کشور را ممنوع...

حکومت سرپرست: توافق اسکان حکمتیار با دولت اشرف غنی بود

مقامات سابق حکومت سرپرست تصریح کردند توافق اسکان رئیس...

عامل حمله در قندهار در پاکستان آموزش دیده، به افغانستان آمده بود

یک رسانۀ نزدیک به حکومت سرپرست می‌گوید عامل حملۀ...

پوتین فردا را عزای عمومی در روسیه اعلام کرد

ولادیمیر پوتین، رئیس‌جمهور روسیه در یک سخنرانی تلویزیونی در...

ټایم مجله: لویه جرګه نمایشي وه؛ د ټرمپ فشار و چې غني د بندیانو خوشې کېدل ومنل

ټایم مجلې د افغانستان په اړه یو اوږده راپور کې لیکلي چې ټرمپ له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو وتلو ته دومره بېړه لري چې نه پوهېږي اقدامات یې څومره دقیق دي.

 راپور کې راغلي چې ټرمپ د خپلو ځواکونو د وتلو لپاره پر افغان حکومت هم فشار راوړ څو پنځه زره هغه خطرناک طالب جنګیالي له بنده خوشې کړي چې افغانستان اروپا او حتی امریکا ته ګواښ پېښولی شي.

 راپور کې دغه راز راغلي چې د امریکا حکومت د طالبانو د مالي پلار (بشیر نورزي) له خوشې کولو سره هم توافق کړی دی چې دې چارې بیا اروپا ته ګڼې اندېښنې پیدا کړې دي. راپور کاږي، نورزی د مخدره توکو هغه ستر قاچاق کوونکو و چې په یوازې سر یې هم د طالبانو جنګي ماشین چلولی شو خو د ټرمپ د بېړي له امله له ابدي حبس څخه ازادېږي.

 د راپور یوه برخه کې راغلي، د افغان حکومت په بند کې د پاتې ۴۰۰ طالب زندانیانو د خوشې کېدو په تړاو راغوښتل شوې تش په نوم لویه جرګه له مسوولیته د ولسمشر غني د تېښتې لپاره جوړه شوې وه ځکه چې ټرمپ په وار وار د خپلو مامورینو له لارې پر ولسمشر غني فشار راوړی وو، څو هر څومره ژر باید پاتې طالب زندانیان خوشې کړي.

 د راپور وروستۍ برخه کې د ناټو د دوو لوړپوړو چارواکو له قوله راغلي، د ځواکونو ایستلو برخه کې د ټرمپ بېړه به اروپایي ټولنه او ناټو سخته اغېزمنه کړي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق