خبرهای مرتبط

جمع

استانکزی: درهای علم نباید به روی کسی بسته شود

شیرمحمد عباس استانکزی، معاون سیاسی وزارت خارجۀ امارت اسلامی...

حامد کرزی خواستار آزادی فوری مطیع‌الله ویسا شد

حامدکرزی، رئیس جمهور پیشین افغانستان در واکنش به بازداشت...

وقوع انفجار در کابل 10 کشته و زخمی برجا گذاشت

وقوع انفجاری که امروز (دوشنبه، 7 حمل) در شهر...

بولټون: ټرمپ به تر ټاکنو مخکې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي

د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټون وایي، ټرمپ ښایي تر ولسمشرۍ ټاکنو مخکې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي. بولټون له یوې اسپانیایي خپرونې سره په تازه مرکه کې ویلي، ټرمپ د امریکایانو د زړونو ګټلو لپاره دوه انتخابه لري یا به تر ټاکنو مخکې خپل ټول سرتېري له افغانستانه وباسي او یا به له ناټو تړونه ووځي.

بولټون د خپلو خبرو پر دوام دغه راز ویلي، ښایي ټرمپ د روان کال د نوامبر میاشتې په درېیمه (د امریکا تر ټاکنو مخکې) له ناټو څخه د امریکا وتل اعلان کړي. هغه زیاته کړې، تر اوسه چې ټاکنو ته درې میاشتې وخت پاتې دی ډیموکراټانو ته په کار ده چې وضعیت د ځان په ګټه راوڅرخوي.

 د یادونې ده چې تر دې وړاندې ټرمپ ویلي، له ناټو د امریکا د وتلو غوښتونکی نه دی خو متحدین باید خپله حق الزحمه ورکړي.

همرسانی کنید

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق