خبرهای مرتبط

جمع

آمریکا خواستار فشار شورای امنیت بر حکومت سرپرست در افغانستان شد

نمایندۀ آمریکا در سازمان ملل از شورای امنیت خواست...

بازگشت میزان هزینۀ خدمات قنسولی سفارت افغانستان در تهران در پی واکنش‌ها

دو روز پس از افزایش بی‌سابقه خدمات قنسولی سفارت...

افغانستان په اسیايي سیالیو لومړی مډال وګاټه

د چين په هانګ ژو اسیایي سیالیو کې د...

خواست دولت آلمان از شهروندانش برای خروج از افغانستان

وزارت امور خارجۀ آلمان با انتشار بیانیه‌ای ضمن ابراز...

سوله به خود له خنډ سره مخ کیږي!

د سولې خبرې بیا له خنډ او ځنډ سره مخ دي. فرانسه، امریکا او استرالیا له افغان حکومته غوښتي چې د طالبانو هغه زندانیان چې د دوی د اتباعو په وژلو کې ګرم دي، خوشې نه کړي. له دې سره مل د هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې طالبانو د سولې د مشورتي لویې جرګې شرایط نه دي پوره کړي، نو ځکه خبرې له ځنډ سره مخ شوي دي. نوموړي وویل چې هڅه کوي چې دغه مشکلات ژر تر ژره حل او مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د سولې په تړاو د طالبانو وروستیو دریځونو هم اندېښې راپورته کړي دي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین په تازه څرګندونو کې داسې مسایلو ته اشاره کړې چې د افغانانو لپاره ډېر مهم دي. نوموړي په امنیتي ادارو کې د بنسټیزو اصلاحاتو او په جلا توګه د طالب جنګیالیو تشکیل خبره کړې چې دغو څرګندونو د طالبانو په اړه د افغانانو ذهنیت بیرته بدل کړی دی.

که څه هم تر دې وړاندې افغانانو د طالبانو په اړه ښه ذهینت نه درلود، اما دا چې د سولې بهیر ته راوړاندې شوي او په یو څه تغییر سره به د افغانستان د دولت برخه شي او د نورو افغانانو په شان خپلو اهدافو ته په سوله ییز ډول ادامه ورکړي، چې عام افغانان د طالبانو له دغه ډول مبارزې سره هیڅ مشکل نه لري، ځکه طالبانو چې د خپلو موخو لپاره کوم جنګونه کړي، اصلي ضربه یې عامو افغانانو ته اوښتې او دا د دې سبب شوې چې د جګړې پر ضد عام ذهنیت بدل شي او طالبان سولې ته وهڅول شي.

اما داسې ښکاري چې طالبان د سولې له روان فرصته د خپلو اصلي موخو چې دوی د جګړې په زور یې تر لاسه کول غواړي، د رسیدو هڅه کوي. همدا اوس په ټولو ولایتونو کې جګړه ښه توده روانه ده، خو طالبان یې په اړه چوپ دي، خو په رسنیو کې د سولې پیغامونه ورکوي. په همدې ډول افغان حکومت هم د سولې په لاره کې چې هر ډول خنډ راپیدا شي، دوی ورته خوشحاله وي. همدا اوس چې د پاتې خطرناکو طالب زندانیانو د خوشې کیدو په اړه بهرنیو هیوادونو تقاضاوې کړي چې نه دې خوشې کیږي، د افغانستان حکومت ترې داسې خوشحاله دی چې حد نه لري، اما دا له سولې سره مرسته نه کوي.

تر کله به دغه وضعیت وي؟ تر څه وخته به دواړه لوري د سولې پر وړاندې د خنډونو په ایجادولو مصروف وي. ایا د سولې لپاره باید همداسې ادبیات وکارول شوي چې دمګړۍ یې افغان حکومت لوری او طالبان کاروي؟ نه په هیڅ صورت نه! بلکې دواړه لوري باید د افغانستان په خاطر له دغه دریځه کښته شي او لږ دې نرمښت راولي او په تشو خبرو دې دغه بهیر نور نه زنانمنوي. موږ پوهیږو چې نه طالبان پر حقه دي او نه هم د سولې په مورد د افغان دولت دریځ پر حقه دی، بلکې دواړه لوري په راتلونکي کې د خپلو ګټو د تامین لپاره دغه ډول دریځونه خپلوي. که داسې نه وای او دواړو لوریو د قدرت نشه نه درلودلی، باور په خدای باور وکړئ چې ډېر ژر به نتیجې ته رسیدلي وای او اوس به افغانستان سولې څښتن وای.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق