د حکومت له لوري قطر ته لیږل شوی لوړ پوړی چارواکی ښايي حمدالله محب وي.
په وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې ګني د حکومت یو لوړپوړی چارواکی قطر تللی و څو له قطري چارواکو او طالبانو وغواړي چې د بین الافغاني مذاکراتو په اجنډا کې د موقت حکومت موضوع شامله نه کړي، خو طالبانو ورسره له کتلو ډډه کړې او یاد چارواکی تش لاس کابل ته راستون شوی.
د افغانستان حکومت له مشورتي لویې جرګې وروسته یو لوړ پوړی چارواکی له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته لیږلی دی. کابل نیوز ته د رسیدلو معلوماتو پر اساس، د افغانستان حکومت د بین الافغاني مذاکراتو له پيل مخکې لوړ پوړی حکومت چارواکی دوحې ته لیږلی و، څو له طالبانو او قطري چارواکو سره د خبرې وکړي.
دغه پلاوی غوښتل چې له قطري چارواکو سره د بین الافغاني مذاکراتو د اجنډا په اړه معلومات تر لاسه کړي او دوی ته سپارښتنه وکړي چې د موقت حکومت مسئله د مذکراتو په اجنډا کې شامله نه کړي. ویل کیږي چې طالبانو له یاد چارواکي سره ـ چې ښايي د ملي امنیت سلاکار وي ـ نه دي کتلي او یاد چارواکی له درې ورځې انتظار وروسته تش لاس کابل ته ستون شوی دی.
د تازه معلوماتو پر اساس هغه لوړ پوړی دولتی چارواکی چې قطر ته یې سفر کړی، ښايي د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وي. ویل کیږي چې نوموړي غوښتل له طالبانو او قطري چارواکو سره د ولسمشر غني هغه پیغام شریک کړي چې په بین الافغاني خبرو کې به د موقت حکومت موضوع نه شاملیږي.
کابل نیوز په خپل راپور کې زیاتوي چې که څه هم په رسمي ډول قطر ته د افغان چارواکي سفر تائید شوی نه دی، خو له تېرو څو ورځو راهیسې د ولسشمر د ملي امنیت سلاکار په حکومتي مجلسونو کې کم لیدل شوی دی. ارګ او د ملي امنیت شورا دفتر له مکررو تماسونو سره سره، د یادو راپورونو د تائید او رد په اړه خبرو کولو ته حاضر نه شول، خو په حکومت کې یوه معتبره سرچینه متحده عربي امارتو ته د حمد الله محب سفر تائیدوي. ټاکل شوې وه چې د څلور سوه طالب بندیانو په اړه د مشورتي لویې جرګې له جوړیدو او د ولسمشر له لوري د فرمان له لاسلیکیدو وروسته بین الافغاني مذاکرات پیل شي، خو ویل کیږي چې په دغه بهیر کې د یو لړ ستونزو له امله له خنډ سره مخ شوی دی.