خبرهای مرتبط

جمع

مشکلات مهاجرین افغان در ایران؛ عدم پرداخت حقوق کارگران افغان توسط شهروندان این کشور

مهاجران افغان در ایران حکایت از برخورد نامناسب مردم...

هغه ورځ چې آلمان کې د مسجدونو دروازې د ټولو پر مخ خلاصې وي

په آلمان کې د دغه هېواد د بیا يووالي...

په اسلام اباد کې پاکستاني پولیسو ۸۰۰ افغان کډوال نیولي

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې امنيتي ځواکونو د...

محرومیت بیش از یک‌میلیون مادر و کودک از کمک‌های غذایی در افغانستان

برنامۀ جهانی غذا در گزارشی اعلام کرد بیش از...

یک‌ساله‌گی حمله بر آموزشگاه کاج

روز گذشته (8 میزان) مصادف بود با یک‌ساله‌گی حمله...

د کابل ښار له امنیتي وضعیت څخه واقعا خبر یاست؟

کابل د افغانستان پلازمینه او زړه دی. که دغه ښار امن وي، نو معلومه ده چې نور حکومتداري او د ژوند نورې چارې به هم نورمالې مخته ځي، خو که کابل نا امن وي، نو بیا پوه شئ چې د هیواد هیڅ ګوډ هم خوندي نه دی او وضعیت د اندېښنې وړ دی.

په وروستیو کې د کابل وضعیت خورا خراب او ترینګلی شوی دی. هره ورځ دوه درې یا تر دې ډېر چاودنې د دې ښار په قسمت کې وي. همدا پرون هم په ښار کې درې چاوندو مرګ ژوبله اړولې ده. له دې مخکې هم هره ورځ په اوسط ډول یو یا دوه چاوندې شوي دي، کنه داسې ورځې هم شته چې ترپنځو چاوندې په کې شوي وي، البته دا ارقام د رسنیو له طریقه چې خبريږي، هغه دي، دا چې واقعا په دې ښار کې څومره بریدونه او چاودنې کیږي، کره شمیر او د تلفاتو کچه یې معلومه نه ده.

د کابل وضعیت له دې هم څرګندولی شي چې د ښار هیڅ وګړی له ماښام وروسته ځان امن نه شي حسابولی. حتا د ورځې هم خلک په کوڅوکو کې یوازې ګرځیدو څخه ویره لري او په دې فکر وي چې کله به موټرسایکل سواره پر سر تمانچه راږدي. حتا ډیری خلک د شپې له لوري د ماخستن د لمانځه د ادا کولو لپاره جومات ته هم نه ځي.

جالبه لا دا ده چې ډیری حکومتي چارواکي په ښار کې له ګرځیدو سخت په وېره کې وي. دا څو ورځې کیږي عملا د سر په سترګو ګورم چې دولتي چارواکی په خپل موتر کې پټکۍ، خولې، پکول، پټو، څادر، دستمال او نور بیلا بیل د اغوستلو لباسونه له ځان سره ګرځوي او کله چې له یوې حوزې بلې حوزې او یا له یوې سیمې بلې ته رسیږي، نو ارو مرو خپل لباس او ظاهري جوړښت کې هم تغییر راولي. مثلاً: که یې په څلورمه حوزه کې لونګۍ پر سر کړي وي او څادر یې اغوستی وي، نو په پنځمه حوزه کې حتما هغه خولې او کوچني دستمال ته بدلوي او په بله حوزه کې ممکن دواړه بدل کړي او نور لباسونه وغوندي. دا زما د سترګو لیدلی حال دی چې له یو شمیر دولتي چارواکو سره له ګرځیدو وروسته یې زما پام ځان ته اړولی دی.

نو چې وضعیت دومره خراب دی چې دولتي چارواکي په رنګارنګ لباسونو کې ګرځي راګرځي، نو بیا ولس له چا نه پوښتنه وکړي او چا ته شکایت وکړي؟ ایا موږ د حکومت تر نامه لاندې کوم څه لرو؟ ایا د یوه هیواد د پلازمینې وضعیت باید همدومره خراب او د اندېښنې وړ وي؟ ښاریان نه پوهیږي چې لوبه څه ده او ولې حکومت د امنیت په تامین کې پاتې راغلی، ایا واقعا دښمن قوي شوی او که حکومت کې داسې مفسدې کړۍ سره یوځای شوي چې دښمن ته یې د فعالیت پراخه ساحه ورکړې ده. له شک پرته که چیرته په حکومتي دستګاه کې مفسدې کړۍ ونه اوسي، هیڅ امکان نه لري چې د یوه هیواد پلازمینه دې دومره ناامنه او خونړۍ وي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق