خبرهای مرتبط

جمع

ثبت بالاترین آمار مرگ و میر مادران و کودکان در افغانستان

دفتر هماهنگ کننده کمک‌های بشردوستانه سازمان ملل اعلام کرد...

تقابل النصر عربستان و پرسپولیس ایران با حضور رونالدو

در ادامۀ بازی‌های فوتبال قهرمانی باشگاه‌های آسیا تیم النصر...

کابل-جلال‌اباد لار؛ کوچنیو موټرو ته فرعي سړک جوړ شوی، خو خوندي نه دی

د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي، د...

قصر سفید: برنامه‌ای برای به رسمیت شناختن حکومت طالبان نداریم

قصر سفید می‌گوید که حکومت سرپرست در افغانستان بر...

سیاسیون: د دیني عالمانو او سیاسي څېرو وژنه ناکامه تجربه ده

د دیني عالمانو، سیاسي څېرو او څېړنکو وژل ناکامه تجربه ده او څوک دې نه تکراروي. یوشمېر سیاسي څېرو، چې عبدالباقي امین فاتحې مراسمو کې خبرې کولې وویل، چې هیڅوک دې د دیني عالمانو، سیاسي څېرو او څېړونکو په وژلو سره د سولې غږ د خفه کولو هڅه نه کوي، ځکه دا ناکامه تجربه ده او پایلې یې خطرناکه دي.

دوی همداراز د یوه پریکړه لیک په خپرولو سره وویل چې هیواد کې  دې د هدفي وژنو دغه لړۍ بنده شي او د روانې خونړۍ جګړې د پای ته رسیدو لپاره دې د سولې پروړاندې موجود خنډونه لري شي او بین الافغاني خبرې دې پیل شي.

د سولې او نجات شورا رئیس ګل رحمن قاضي وایي، چې هیڅوک دې د دیني عالمانو، سیاسي څېرو او څېړونکو په وژلو سره د سولې غږ د خفه کولو هڅه نه کوي، ځکه دا ناکامه تجربه ده او پایلې یې خطرناکه دي.

په ورته مهال دوی پر حکومت غږ وکړ، چې د وروستیو هدفي وژنو عاملان پیدا کړي او د قانون منګلو ته یې وسپاري. دوی وایي، چې حکومت دې خپل مسوولیتونه ادا کړي او له سولې سره دښمني دې پای ته ورسوي.

د فاتحې د مراسمو په پای کې ګډونوالود یوه پریکړه لیک په خپرولو سره وویل چې هیواد کې  دې د هدفي وژنو دغه لړۍ بنده شي او د روانې خونړۍ جګړې د پای ته رسیدو لپاره دې د سولې پروړاندې موجود خنډونه لري شي او بین الافغاني خبرې دې پیل شي.

د قاصد ستراتیژیکو څېړنو مرکز رئيس عبدالباقي امین، چې څلور ورځې مخکې د کابل پنځمه ناحیه کې یوه چاودنه کې ووژل شو فاتحه یې د هغه دوستانو، د کورنۍ غړو او علمي څېرو له خوا د شنبې په ورځ په کابل کې واخېستل شوه.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق