متقي: داسې یو حکومت باید رامنځ ته شي، چې ټول لوري پکې حضور ولري
د طالبانو د قطر دفتر غړي وایي، له اوږدې جګړې وروسته دې نتیجې ته رسېدلي، چې د ټولو سیاسي لوریو له حضور پرته د نظام ټينګښت ممکن نه دی.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مذاکراتي پلاوي غړو له کابل څخه قطر ته له ورغلو افغان سیاسي او مدني فعالانو سره په یوه ناسته کې ویلي، چې د سولې ټینګښت لپاره باید د یوبل پرضد له پاروونکو څرګندونو ډډه وشي.
متقي ویلي، وینه پر وینه نه مینځل کیږي او اړتیاده چې له دې وروسته ټول لوري د خبرو او تفاهم له لارې نتیجې ته ورسیږي او جګړه پای ته ورسوي.
نوموړی وایي، د افغان سیاسي لوریو او طالبانو ترمنځ تر څو پرله پسې ناستو وروسته د دواړو لوریو په نظریاتو کې توپیر رامنځ ته شوی او اړتیاده چې له دې وروسته د یو بل پرضد پاروونکې څرګندونې ونه شي.
د طالبانو د سیاسي دفتر غړي امیرخان متقي ویلي، وینه پر وینه نه مینځل کیږي او اړتیاده چې له دې وروسته ټول لوري د خبرو او تفاهم له لارې نتجې ته ورسیږي او جګړه پای ته ورسوي.
نوموړی وایي، د افغان سیاسي لوریو او طالبانو ترمنځ له وروستیو ناستو وروسته، د دواړو لوریو په نظریاتو کې توپیر رامنځ ته شوی او د یوبل ستونزې یې درک کړې دي.
نوموړی د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پخواني رییس متین بیګ سره د هغه شخصي بحث یادونه کوی، چې وایي له ده سره یې تر سولې وروسته د ازبیک پلو ژمنه وکړه او کله چې خلیلزاد د بیا ځل لپاره قطر ته راغي، نو د طالبانو پر وړاندې یې د متین بیګ په نظر کې د بدلون پیغام راوړ.
کابل نیوز لیکي چې د طالبانو د قطر دفتر غړي داسې مهال د همه شمول حکومت پر جوړېدو ټینګار کوي، چې ولسمشر غني په هره وینا کې جمهوریت سره کرښه بولي او له طالبانو غواړي چې نظام ته ورګډ شي.