خبرهای مرتبط

جمع

ثبت بالاترین آمار مرگ و میر مادران و کودکان در افغانستان

دفتر هماهنگ کننده کمک‌های بشردوستانه سازمان ملل اعلام کرد...

تقابل النصر عربستان و پرسپولیس ایران با حضور رونالدو

در ادامۀ بازی‌های فوتبال قهرمانی باشگاه‌های آسیا تیم النصر...

کابل-جلال‌اباد لار؛ کوچنیو موټرو ته فرعي سړک جوړ شوی، خو خوندي نه دی

د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي، د...

قصر سفید: برنامه‌ای برای به رسمیت شناختن حکومت طالبان نداریم

قصر سفید می‌گوید که حکومت سرپرست در افغانستان بر...

افغانستان د نیابتي لوبو ډګر نه دی!

که څه هم د سرمقالې عنوان مو د افغانانو د پاکو احساساتو او غوښتنو پر اساس لیکلی، اما دا یو نه انکاریدونکی واقعیت دی چې افغانستان د سیمې او نړۍ د هیوادونو ترمنځ د نیابتي جګړو ډګر باندې پاتې شوی دی. په تېرو څلویشتو او تر هغه وروسته په تېرو شلو کلونو کې افغانستان د لرې او نږدې هیوادونو د ځواکونو او نیابتي ملیشو تر پښو لاندې دل شوی دی او تل په کې نیابتي جنګونه شوي دي. همدا اوس هم په کې د ګڼو لوریو بزکشي روانه ده او ټول د افغان ملت په خاوره کې جګړې کوي، چې یوازینۍ قرباني یې مظلوم افغان دی چې دا څه باندې څلویښت کالو کې یې یوه ورځ هم په ارامه شپه نه ده تېره کړې.

اوس چې د سولې پروسه روانه شوې او تر یوه مهم او حساس ځای مخته هم تللې، یو شمیر کړۍ غواړي چې له دغې پروسې هم د جګړې دوران غوندې پلیته او چټله استفاده وکړي. پاکستان په تازه څرګندونو کې ویلي چې هند د افغانستان د سولې د پروسې پر وړاندې خنډونه جوړوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر هند تور پورې کړی چې نه غواړي په دغه هیواد کې سیاسي جوړجاړی نتیجې ته ورسیږي. اوس افغانانو ته پوښتنه پیدا کیږي چې د پاکستان د کومو شواهدو پر اساس وايي چې هند په افغانستان کې د سولې پر وړاندې تخریبي فعالیتونه کوي، دا تخریبي فعالیتونه کوم دي او دا چې واقعاً پاکستان د افغانانو په نفع کار کوي که څنګه؟ دا او ګڼې نورې پوښتنې دي چې باید مطرح شي او د پاکستان په شمول ګڼ لوري باید ځواب ورکړي چې په رښتیا د سولې په روانه پروسه کې څوک خیانت کوي او څوک یې ملاتړ کوي. د سولې په دې تاوده بازار کې پر یو او بل د تورونو لګول څه معنا لري؟

افغانان هیچا ته اجازه نه ورکوي چې له خاورې او له ملي پروسو یې بل هیواد زیانمن شي او نه هم بل هیواد ته اجازه ورکوي چې د خپلو سیاسي اهدافو په خاطر د سولې په حیاتي پروسه هم سیاسي لوبه وکړي. پاکستان زموږ نږدې ګاونډی دی او هند هم د افغانستان نږدې دوست دی. افغانستان ته دواړه هیوادونه خورا مهم دي، نو چې دواړه مهم دي، باید دغه هیوادونه هم د افغانستان حالاتو په کتو د مثبتو سیاستونو د کولو هڅه وکړي او د یو بل د تورنولو او د افغانستان د سولې له پروسې نه د سیاسي باج ګیرۍاخیستو نه دې کلکه ډډه وکړي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق