خبرهای مرتبط

جمع

ثبت بالاترین آمار مرگ و میر مادران و کودکان در افغانستان

دفتر هماهنگ کننده کمک‌های بشردوستانه سازمان ملل اعلام کرد...

تقابل النصر عربستان و پرسپولیس ایران با حضور رونالدو

در ادامۀ بازی‌های فوتبال قهرمانی باشگاه‌های آسیا تیم النصر...

کابل-جلال‌اباد لار؛ کوچنیو موټرو ته فرعي سړک جوړ شوی، خو خوندي نه دی

د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي، د...

قصر سفید: برنامه‌ای برای به رسمیت شناختن حکومت طالبان نداریم

قصر سفید می‌گوید که حکومت سرپرست در افغانستان بر...

د سولې برخې فعالان: که موږ ترور شوو، مسوول به حکومت وي

سیاسي مشرانو او د سولې برخې فعالانو له ولسمشر غوښتي که دوی ته د متوجه خطر مخه ونه نیسي، نو مسوولی به یې حکومت وي.

په دغو کسانو کې چې سیاسي څېرې، شنونکي، لیکوالان او د سولې برخې فعالان شامل دي، د سې شنبې په ورځ یې له پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي مصالحې عالي شورا له رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله سره مجلس کړی او ولسمشر غني ته یې د یو لیک په استولو سره ویلي چې د هغه لیست په اړه دې وضاحت ورکړي چې د طالبانو په نوم نشر شوی او د ځینو کسانو د وژلو ګواښ په کې شوی دی.

دوی په دې لیک کې ویلي چې په وروستیو کې د سوله پلو کسانو د ترور تر شا یوه حکومتي کړۍ لاس لري او که یې مخه ونه نیسي، نو دوی ته به مسوول په خپله حکومت وي. دوی ولسمشر غني ته په استولي لیک کې ویلي چې خبر دي چې وروستیو هدفي وژنو کې حکومتي کړۍ لاس لري او باید په دې اړه وضاحت ورکړي.

پخوانی طالب چارواکی سید اکبر آغا کابل نیوز ته ویلي: «د ډاکټر صاحب عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزی سره نن بعضې کسانو چې له هغې جملې مونږ هم په کې وو، لیده کاته وکړل چې یو لیست خپور شوی، یو جعلي لیست و، چې د طالبانو له نامه څخه استفاده وشي، لیکن داسې معلومیدل چې دا لیست د طالبانو نه و او بل ځای جوړ شوی دی، نو د حکومت څخه دا تقاضا وشوه چې دغه لیست معلوم کړي، چې له کومې مرجع څخه جوړ شوی او ولې جوړ شوی، څو حکومت هغه مرجع وپیژني او خپل مسوولیت ادا کړي.» په ټولنیزو رسنیو کې طالبانو ته منسوب یو لیست چې په کې د ځینو کسانو نومونه شامل دي لاس په لاس کیږي چې ګني طالبان غواړي دغه کسان ترور کړي، خو طالبانو دغه لیست رد کړی او ویلي یې دي چې دا په حکومت کې د ځینو کړیو کار دی.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق