خبرهای مرتبط

جمع

پیروزی 5 بر 3 تیم ملی فوتسال افغانستان مقابل چین تایپه

تیم ملی فوتسال افغانستان در دومین دیدار دوستانه‌اش در...

افغانستان کې نیول شوي کسانو سره دي قانوني او طبي مرستي وشي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د جمعې...

استاد بازنشستۀ دانشگاه کابل که رو به کهنه‌فروشی آورده است

عبدالقیوم خواجه‌زاده در کنار تدریس در دانشگاه، چند سال...

آمریکا خواستار فشار شورای امنیت بر حکومت سرپرست در افغانستان شد

نمایندۀ آمریکا در سازمان ملل از شورای امنیت خواست...

د ملت د صبر کاسه ډکه شوې ده

له شاوخوا دوه کلونو راهیسې د سولې خبرې روانې دي. دا خبرې کله رسمي، کله غیر رسمي، کله د مدني ټولنو او ولسي مشرانو او یو وخت د ځوانانو او روشنفکرانو او کله هم د بهرنیو هیوادونو له لوري ترسره شوي او کیږي. یعنې په دغه بهیر کې هر څوک خپله برخه مخته وړي. د دغو ټولو لوریو هڅو نسبتاً خوشبیني رامنځته کړې او د سولې خبرې تر یوځایه وړاندې هم تللي دي. له امریکا سره د طالبانو هوکړه تاریخي پرمختګ دی، چې ورسره د دواړو لوریو شاوخوا شپږ زره زندانیان ازاد او د سولې مخامخ خبرو ته زمینه برابره شوې ده.

له دې وروسته به خبرې د افغانانو ترمنځ وي او افغانان به په ګډه کیني او د روان جنګ اصلي عوامل به پلټي او تر هغه وروسته به د سوله ییزې او روښانه راتلونکې لپاره یوې نتیجې ته سره رسږي چې د ټولو په کې ګټه وي، تر هغه وروسته به افغانان په یوه ټول شموله نظام کې سره راټول او هیڅ لوري ته به د جګړې پلمه برابره نه وي. بهرني ځواکونه به هم له هیواده وتلي وي او د افغانستان استقلال، ملي حاکمیت او ارضي تمامیت هم په عالي توکه ساتل کیږي.

اما د دغه وخت د راتلو لپاره اړینې دي چې د سولې بین الافغاني خبرې ژر ترژره پیل شي. تر اوسه که څه هم ډېر پرمختګ لیدل کیږي، خو د مخامخ خبرو وخت لا هم معلوم نه دی. په افغانستان کې ولسونه، مدني ټولنې، ځوانان او ټول نارینه او ښځې د مخامخ خبرو د ژر پل غوښتونکي دي. افغانان وايي چې ژر تر ژره باید د سولې بین الافغاني بهیر هم پیل او د وینو توییدې لړۍ پای ومومي. همدا اوس که څه هم عملاً د اور کم یادونه کیږي، اما په پوره قوت جګړه روانه ده او ټول تاوان یې د جګړې دواړو غاړو او مظلومو ولسونو ته اوړي.

پرون په یوه غونډه کې بیا پر سوله ټینګار شوی او له دواړو غاړو غوښتل شوي چې ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل کړي. دوی پر حکومت او طالبانو د ولسي فشار د راوړلو په خاطر د ستر ولسي حرکت غوښتنه هم کړې ده. له دغو ډول څرګندونو ښکاري چې نور د ملت د صبر کاسه ډکه ده او له دواړو لوریو د خبرو عملي نتایج چې هماغه اوربند دی غواړي.

طالبان او افغان حکومت باید نور د ملت غوښتو ته مثبت ځواب ووایي او له خپلو سر زوریو تېر، د سولې مخامخ خبرې پیل او اوربند وکړي، ترڅو د خلکو په فکر او ذهن کې رامنځته شوی وهم او ډار له منځه لاړ شي او پر راتلونکي باورمن شي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق