خبرهای مرتبط

جمع

مراسم تشییع جنازۀ رئیس جمهور ایران به امامت رهبر این کشور برگزار شد

مراسم تشییع پیکر ابراهیم رئیسی، رئیس جمهور پیشین ایران...

خطر فروپاشی منار جام بر اثر ریزش باران‌های اخیر

ریزش باران‌ها و سرازیر شدن سیلاب‌های پسین در ولایت...

بیش از یک ماه دیگر نشست دوحه دربارۀ افغانستان برگزار می‌شود

سازمان ملل متحد می‌گوید که بیش از یک ماه...

نخست وزیر هند مسلمانان در این کشور را نفوذی توصیف کرد

نارندرا مودی، نخست وزیر هند به تازه‌گی گفته است...

آمار جان‌باخته‌گان سیل در فاریاب به ۶۶ نفر رسید

مسئولان محلی حکومت سرپرست در فاریاب می‌گویند که شمار...

ملګري ملتونه: داعش په مکرر ډول هڅه کوي افغانستان کې د پښې ځای پیدا کړي

د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ  مخنیوي ادارې مشر ولادیمیر ورون کوف وایي، داعش ډله په سیمه کې د ترهګریزو فعالیتونو پراخولو لپاره په مکرر ډول افغانستان کې ځان ته د پښې ځای پیدا کولو هڅه کوي.

نوموړي زیاته کړې چې دا ډله په همدې توګه غواړي د هغو کړیو پام ځانته جلب کړي چې په افغانستان کې سوله نه غواړي. د انډپنډنټ ویب پاڼې د راپور له مخې، ورون کوف دا څرګندونې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته کړې او زیاته کړې یې ده چې دې ډلې یو ځل بیا خپلې لیکې منظمې کړې او فعالیتونه یې نه یوازې په جګړه ځپلو هېوادونو لکه افغانستان او سوریه کې ډېر کړي دي، بلکې په نورو هېوادونو کې یې هم فعالیتونه پیل کړي او د خپلو ترهګریزو کړنو د پراختیا په هڅه کې دي. نوموړي دغه راز ویلي، که څه هم د یادې ډلې د ماتې خبرونه ورکړل شوي دي خو دا ډله لا هم په افغانستان، عراق او سوریه کې شاوخوا ۱۰ زره وسله وال لري.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق