خبرهای مرتبط

جمع

مجاهد: پاکستان با اتهام بر افغانستان از تامین امنیت در این کشور فرار می‌کنند

حکومت سرپرست با انتشار بیانیه‌ای اعلام کرد مقامات پاکستانی...

هند فعالیت‌ مدارس دینی در این کشور را ممنوع...

حکومت سرپرست: توافق اسکان حکمتیار با دولت اشرف غنی بود

مقامات سابق حکومت سرپرست تصریح کردند توافق اسکان رئیس...

عامل حمله در قندهار در پاکستان آموزش دیده، به افغانستان آمده بود

یک رسانۀ نزدیک به حکومت سرپرست می‌گوید عامل حملۀ...

ملا برادر اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر پرون سې شنبه اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره وکتل. په دې کتنه کې د طالبانو د پلاوي نور غړي او همدا راز د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو هم ګډون درلود.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبره په دې ملاقات طالب پلاوي له ښاغلي قریشي سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک د عملي کېدو وروستي جزييات شریک کړل او د افغان سولې پر بهیر خبرې وشوې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري رسنیو ته په خپرو شویو دوو ويډيوګانو کې لیدل کېږي چې د طالب پلاوي هرکلي ته په وزارت کې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د ای اېس ای مشر جنرال فیض حمید دواړه ولاړ دي. خو د کورونا وېروس له امله طالب پلاوي ماسکونه اغوستي او لاس په لاس روغبړ یا غېږ نه ورکوي.

تردې وړاندې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم بي بي سي ته ویلي وو، د دوی پلاوی به په پاکستان کې د دغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي او د لومړي وزیر عمران خان ترڅنګ د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي صادق خان سره ویني.

دغه سفر داسې مهال کېږي، چې د افغان سولې بهیر د دویمې مرحلې بین الافغاني مذاکراتو پیل لاهم نه دی شوی. په قطر کې د امریکا او طالبانو د سولې تر تړون وروسته دغه مذاکرات به په مارچ میاشت کې پېلېدل، خو د بندیانو د خلاصون د ځنډېدو له امله دغه دویمه مرحله لاهم ځنډېدلې ده.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق