خبرهای مرتبط

جمع

اسپانیا تایید کړه چې درې وګړي یې د بامیانو برید کې وژل شوي دي

په افغانستان حکومت او بامیانو کې دوو سیمه‌ییزو سرچینو...

جنگ درفلسطین؛ معاون دبیر کل سازمان ملل: جهان راه خود را گُم کرده است

مارتین گریفیث، معاون امور بشردوستانۀ و هماهنگ‌کنندۀ کمک‌های اضطراری...

حملۀ روز گذشته در بامیان شش کشته بر جا گذاشت

وزارت داخلۀ حکومت سرپرست اعلام کرده که شمار تلفات...

درگیری میان نیروهای حکومت سرپرست و مرزبانان پاکستانی 18 کشته و زخمی برجا گذاشت

در نتیجه درگیری‌ میان نیروهای حکومت سرپرست افغانستان و...

حامد کرزی: هیله ده د طالبانو پاتې بندیان ازاد او بین‌الافغاني خبرې ژر پيل شي

«له امریکایانو سره زما مخالفت له دې امله وو چې دوی د ترهګرو د اصلي ځالو پر ځای ـ چې امریکایانو ته هم معلومې وې ـ د افغانانو کلي او کورونه بمبارول.»

د هیواد مخکیني ولسمشر حامد کرزی وايي، سوله له لومړۍ ورځې څخه چې کله یې په اړه اوازه پورته کړه یوه ملي اړتیا او د افغانانو هیله وه. کرزی وايي، چې د سولې په برخه کې له وروستیو پرمختګونو خوښ دی او هیله لري چې بندیان هم ژر ترژره ازاد او بین الافغاني خبرې پیل شي.

حامد کرزي له العربیه تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې د افغانستان د روان وضعیت، د جګړو د دوام او د سولې په اړه خبرې کړي دي. هغه د سولې په اړه اوسنی بهیر یو بې مخینې فرصت بللی او ویلي یې دي چې د ده د واکمنۍ پر مهال د امریکا متحده ایالتونو د سولې لپاره رښتیني اراده نه درلوده: «خو اوس ډېر خوښ یم چې د سولې بې مخینې فرصت رامنځته شوی او آن امریکایان د سولې لپاره کار کوي.»

 نوموړی زیاتوي چې د سولې له اوسني فرصت څخه دې استفاده وشي او هیله لري چې د طالبانو بندیان ازاد او د سولې بین الافغاني خبرې پیل شي: «اوس چې موږ کومې مرحلې ته رارسیدلي یو، د خوشحالۍ ځای دی، ځکه اوس لږ وخت د هغو بندیانو ازادولو ته پاتې دی چې طابان یې خوشې کول غواړي، هیله ده چې ژر بین الافغاني خبرې پیل شي او افغانستان دایمي سولې ته ورسیږي.»

حامد کرزي ویلي، له امریکا سره یې د مخالفت علت هم دا و چې د ترهګرۍ د اصلي ځالو پر ځای، چې په خپله دوی ته هم معلومې وې ـ یې په افغانستان کې د بې ګناه افغانانو په کورونو، کلیو او بانډو بمبارونه کول: «امریکا د افغانستان د حکومت پر وړاندې د یوې سختې امسا په توګه لوبه کوله. له امریکا سره زما د مخالفت یو علت هم دا وو چې د ترهګرو د اصلي ځالو پر ځای یې افغانستان کې پر کلیو او بانډو عملیات کول.»

حامد کرزي د هغې هوکړې په اړه چې د امرکیایانو او طالبانو ترمنځ په دوحه کې لاسلیک شوې، وویل چې ترکومه ځایه چې ده ته معلومات رسیدلي دا ښه هوکړه ده، ځکه په دې هوکړه کې ځینې داسې برخې لکه په افغانستان کې د جګړې او دښمنیو پای ته رسول، بین افغاني خبرې پیلول او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل هغه څه دي چې دوی ورسره موافق دي.

د یادولو ده چې په دې مرکه کې مرکه کوونکي د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ته د نوي افغانستان د موسس خطاب کړی.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق