حکومتي چارواکو رسنیو ته تائید کړې چې تر سلو زیات خطرناک طالبان یې هم ازاد کړي دي. ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې نور طالب زندانیان هم ډېر ژر خوشې کیږي. دا هغه زندانیان دي چې دولت یې د نه خوشې کیدو خبرداری ورکړی و، خو د حکومت له ټینګار سره سره، بیا هم ازاد شول. حکومت د یادو زندانیانو د سرنوشت په اړه مشورتي لویه جرګه هم راوغوښته، خو د شورا له مشورې وروسته هم حکومت د یادو کسانو په ازادیدو کې ځنډ راوسته.
که څه هم د طالبانو ټول زندانیانو خطرناک وو او خطرناک دي. دا پنځه او څه باندې پنځه زره طالب زندانیان چې خوشې شوي دي، ټولو یا افغانان وژلي او یا هم بهرنیان او یا هم د یو چا د وژلو او د تاسیساتو د ورانولو پلان یې درلود، چې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي. یعنې دا چې دغه ټول زندانیان خطرناک او که چیرته د دولت پر ضد فعالیتونه وکړي، نو سرخوږی جوړولی شي.اما دا چې یاد طالب زندانیان د سولې د پرمختګ او د یو شمیر ضمانتونو پر اساس ازاد شوي او ژمنه یې کړې چې د دولت او خلکو پر وړاندې به تخریبي او نظامی فعالیتونه نه کوي، نو همدغه ژمنه کفایت کوي. حکومت هم باید د دوی له ژمنې اساسي ګټه پورته کړې وای او امریکا او نورو همکارو هیوادونو په تمه نه وای ناست. یعنې که امریکا له طالبانو سره د پنځه زره زنداینانو د ایله کولو ژمنه کړې وه، حکومت باید د افغاني غرور او احساس پر اساس پنځه زره او سل او یا هم تر دې ډېر ور خوشې کړې وای، تر څو طالبان یې په اعتماد کې اخیستی وای او دوی ته یې ښودلې وای چې د امریکا حلقه بګوش نه دي، بلکې د افغانستان د حاکمیت حاکمان دي او کله هم د پردیو په اشاره عمل نه کوي. اما له بده مرغه چې حکومت د دغو ډول مسایلو خلاف کار کوي، نه افغاني احساس ورته مهم دی او نه هم خبل غرورو او خپلواکي، بلکې هر ځل تر هغو لاس په کار کیږي نه، څو امریکا ورته اشاره نه وي کړې. همدغه زنانیان یې هم د امریکا او یو شمیر نورو هیوادونو په اشاره نه خوشې کول. د همدغه ضد او مخالفت له امله ده چې طالبان له حکومت سره د مخامخ خبرو جرأت نه کوي، ځکه طالبانو تر دې وړاندې د پردې ترشا د حکومت وزن معلوم کړی او پوه شوي چې دوی د سولې په پروسه کې رښتیني نه دي، بلکې تر هغو چې د بهرنیانو امر وانه وي، له طالبانو سره د مخامخ او بین الافغاني مذاکراتو د مخته پیلولو توان او ظرفیت نه لري.
په هرصورت، اوس چې حکومت له ډېرو مخالفتو او زرګري جنګونو وروسته دې ته اماده شوی چې د طالبانو ټول زندانیان چې د دوحې په هوکړه کې یې د خوشې کیدو ژمنه شوې، ازادوي، یو نیک او پر ځای اقدام دی، خو ای کاش دغه کار یې میاشتې مخکې کړی وای او د سولې روانه پروسه یې په یوه او بله پلمه دومره نه وای ځنډولې.
خلک د حکومت د هر اقدام په عواقبو پوهیږي، ولس په دې هم پوهیږي چې حکومت ولې همکاري نه کوي او ولې د سولې خبرې ځنډوي. حکومت او په ځانګړې توګه ارګ دې داسې فکر نه کوي چې هر څه کوي، پر ګوسفندي ولس یې منلی شي، نه داسې نه ده، ولس د حکومت د ټولو پلانونو په اړه معلومات لري او پوهیږي چې د سولې له پروسې سره صادقانه رښتینې همکاري ولې او د څه لپاره نه کوي؟
حفیظ الله ملاخیل