خوځون: د افغانستان پلاوی کاملاً اماده دی چې دوحې ته سفر وکړي، ډېر ژر به بین الافغاني خبرې پیل شي
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مرکچي تیم تر راتلونکې یوې ورځې دوحې ته ځي. افغان حکومت وايي، چې د سولې بین الافغاني مذاکراتي پلاوی تخنیکي ټیم دوحې ته تللی. دوی وايي، د سولې پر وړاندې خنډونه لرې شوي او ټاکل شوې ده د پنجشنبې په ورځ د سولې لپاره مذاکراتي پلاوی له طالبانو د خبرو لپاره دوحې ته سفر وکړي.
افغان حکومت وايي، چې د طالبانو د پاتې بندیانو د ازادیدو بهیر په بشبړیدو دی، د سولې پر وړاندې نور خنډونه نه دي پاتې او مذاکراتي ټیم هم چمتو دی چې له طالبانو سره د خبرو په هدف دوحې ته سفر وکړي.
د مصالحې عالی شورا ویلي چې دوحې ته د مرکچي پلاوي د سفر په خاطر ټول چمتووالی نیول شوی دی او ټاکل شوې تر راتلونکې یوې ورځې دغه پلاوی دوحې ته ولاړ شي. ویل کیږي چې د مرکچې پلاوی تر سفر مخکې یو تخنیکي ټیم هم دوحې ته تللی دی.
د ملي روغې جوړې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون کابل نیوز ته ویلي: «د بندیانو تبادله پيل شوې ده، تمه ده چې هر څه ژر دغه روند پای ته ورسږي، د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوی کاملاً اماده دی چې دوحې ته سفر وکړي، ډېر ژر به د بندیانو له ازادیدو وروسته بین الافغاني خبرې پیل شي.»
د سولې له خبرو باخبره کسان وايي، چې دوی ته هم د رسیدلو معلوماتو پر اساس د سولې مرکچي پلاوی د پنچشنبې په ورځ دوحې ته ځي، خو تر هغه وخت پورې به د طالبانو ټول بندیان ازاد شوي وي.
د سیاسي چارو شنونکي ذاکر جلالي وايي: «ډېره تمه ده چې د پنجشنبې په ورځ له کابله هم هیات دوحې ته ولاړ شي او تر هغه وخته باید ټول طالب بندیان خوشې شي. نن او پرون چې د طالبانو کوم زندانیان چې خوشې شوي دي، ډېره ممکنه برېښي چې تر (پنجشنبې) پورې پاتې بندیان خوشې شي.»
په ورته مهال د سولې له پروسې څخه باخبره کسان وايي، چې د سولې خبرو پر وړاندې هیڅ خنډ نه دی پاتې او د بندیان د خلاصون تر بشپړیدو وروسته به په یوه اوونۍ کې بین الافغاني خبرې پیل شي.
په اسلام آباد کې خبریال او د سولې له پروسې باخبره کس طاهر خان وايي: «چې هر کله دغه پاتې بندیان خوشې شي، نو دوی یوه اونۍ کې دننه دننه، خبرو ته تیار دي، دواړه ټیمونه تیار دي.»
دا په داسې حال کې ده چې مذاکراتي ټیم د چهارشنبې په ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ناسته ترسره کړې ده او د مذاکراتو پر پیل او نورو مسایلو یې خبرې کړي دي.
د حکومت له لوري د طالب بندیانو د خلاصون لړۍ پیلیدل په داسې حال کې ده چې دا پروسه ظاهراً د شپږ بندیانو له ازادولو سره د مخالفت له امله دریدلې وه، خو اوس لیدل کیږي چې د سولې پروسه یو ځل بیا له پرمختګونو سره مخ ده.