د سوېل ختیځ زون د ولسونو عالي کمېسیون په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د ملي مصالحې شورا پر ترکیب د نیوکې ترڅنګ وویل، په هېواد کې د سولې پروسه ناسم لوري ته روانه ده او هر څوک پهکې د ځان په ګټه کار کوي.
د سوېل ختیځ زون د ولسونو کمېسیون غړي دغه راز وايي، د سولې په مرکچي پلاوي کې داسې کسان هم شته چې له طالبانو سره د خبرو وړتیا نه لري او اوس د سولې پروسه د ډلو ټپلو ترمنځ روانه ده. دغه کمېسیون له حکومت نه غواړي چې د سولې په پروسه او ټیمونو کې دوی ته هم ونډه ورکړي، کنه د سولې پروسه پر مخ نه شي تللی.
سیاسي کارپوه او د دغې خبري ناستې ګډونوال نورضیا یوسفزي څرخي د سوېل ختیځ زون د ولسونو کمېسیون پنځه مادهییز پرېکړهلیک چې د سولې په پروسه، د سولې مصالحې شورا او د سولې مرکچي پلاوي کې د دغه زون استازیو ته پر ونډې ورکولو ټینګار شوی و، ولوست.
په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازي او د غونډې ګډونوال محمدخالد مومند وویل، سوېل ختیځ زون د هېواد په کچه یوه لویه حوزه ده، خو تل د دولتي ادارو او وزارتونو په کچه ډېره لږه ونډه ورکړل شوې او اوس دا دی د سولې په پروسه کې هم د دغه زون استازي له پامه غورځول شوي دي.
په سوېل ختیځ زون کې لوګر، پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ، خوست او غزني ولایتونه شامل دي. سلام وطندار په خپل راپور کې لیکي چې د دغه زون ولسونه حکومت ته خبرداری ورکوي چې که غوښتنې او وړاندیزونه یې و نه منل شي، په مدني حرکتونو او لاریونونو به لاس پورې کړي.