خبرهای مرتبط

جمع

پیروزی 5 بر 3 تیم ملی فوتسال افغانستان مقابل چین تایپه

تیم ملی فوتسال افغانستان در دومین دیدار دوستانه‌اش در...

افغانستان کې نیول شوي کسانو سره دي قانوني او طبي مرستي وشي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د جمعې...

استاد بازنشستۀ دانشگاه کابل که رو به کهنه‌فروشی آورده است

عبدالقیوم خواجه‌زاده در کنار تدریس در دانشگاه، چند سال...

آمریکا خواستار فشار شورای امنیت بر حکومت سرپرست در افغانستان شد

نمایندۀ آمریکا در سازمان ملل از شورای امنیت خواست...

اختلافات شا ته پریږدئ، پر سوله تمرکز وکړئ!

د افغانستان د سولې پروسه چې د مخامخ بین الافغاني خبرو پړاو ته ورسیده، له تازه مشکلاتو سره مخ شوې ده. وروسته له دې چې حکومت د طالبانو ټول زندانیان ور خوشې کړل، د سولې لپاره د افغانانو هیلې لا پسې زیاتې شوې او ډیره هیوادوالو فکر کاوه چې په یو دوه ورځو کې به مخامخ خبرې پيل شي او یوې نتیجې ته به ورسیږي، خو اوس لیدل کیږي چې په کې خنډ او ځنډ رامنځته شوی او افغانان اندېښمن شوي دي.

له یوې خوا په کابل کې د مصالحې عالي شورا د غړو په ترکیب د ارګ او سپیدار ترمنځ اختلافات او له بل لوري په قطر کې د طالبانو په دفتر کې د اختلافاتو خبرونه اوریدل کیږي. له دې سره مل د طالبانو په مذاکراتي پلاوي کې تازه بدلونونه هم بې څه نه شي کیدای. په ورته مهال داسې خبرونه هم خپاره شول چې ګني د ملا برادر په واکونو کې هم کموالی راغلی، چې دغه ډول تغییرات هیڅکله هم د سولې په ګټه نه  دي.

دا او دې ته ورته نور اختلافات د دې لامل شوی چې د سولې پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ شي. دواړه لوري یو بل تورنوي، اما د خبرو ځنډیدل د دې ښودنه کوي چې اختلافات. ځکه په تازه کې د ملي مصالحې عالي شورا ویلي چې ډېر ژر به د یادې شورا د غړو تازه لیست اعلان کړي. یادې شورا د سولې اړوند  ټولې چارې د ډاکټر عبدالله عبدالله پورې مربوطې بولي، خو تر دې وړاندې ولسمشر د ملي روغې جوړې عالي شورا لیست اعلان کړی و چې د عبدالله په ګډون د یو زیات شمیر سیاسي شخصیتونو له مخالفتونو سره مخ شوی و.

دا او دې ته ورته اختلافات که څه هم زموږ چارواکو ته دورمره ژور نه ښکاري، اما په حقیت کې دا د سولې بهیر د ځنډیدو سبب شوي دي. زموږ هیواد په ډېرو کوچینو مسایلو بحث ته وخت نه لري، بلکې د سولې لپاره رامنځته شوي فرصت نه باید فوق العاده ګټه پورته شي او هر ډول اختلافات باید یوې خوا ته کېښودل شي. ځکه افغانان د جګړې د دوام تاب نور نه لري او هره ګړۍ د سولې په اړه د یوه نوي پرمختګ په تمه دي. نو سیاسیون دې د اختلافاتو پر ځای هڅه وکړي چې د افغانانو هیله پوره کړي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق