خبرهای مرتبط

جمع

له اماراتو بهر لومړنی سفر؛ اشرف غني‌ عمرې ته تللی

د افغانستان مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني‌ ته نژدې...

آلمان او شريکانو يې په افغانستان کي ستراتيژيکي ماته خوړلې

د آلمان د پارلمان تحقيقاتي کمېسيون د «افغانستان د...

جذب دختران فارغ صنف دوازدهم به انستیتوت‌های صحی دولتی آغاز می‌شود

وزارت صحت عامۀ حکومت سرپرست در نامه‌ای از ریاست‌های...

حامد کرزی: هیله ده افغانان نور د خپلو عزیزانو غم ونه ویني

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې د شهیدانو د ارمانونو پوره کولو په موخه باید روانه جګړه ختمه او بین الافغاني خبرې ژر پیل شي.

د نوموړي له مطبوعاتي دفتره د شهیدانو اوونۍ په مناسبت خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، هیله ده چې بین الافغاني مذاکرات ژر پیل شي، څو له دې وروسته افغانان د خپلو عزیزانو د لاسه ورکولو غم ونه ویني او په دې ډول د شهیدانو ارمانونو ته عملي بڼه ورکړل شي.

خبرپاڼه کې د کرزي له قوله راغلي، د احمد شاه مسعود ترڅنګ، د ګڼو نور نوم ورکو شهیدانو د قربانیو باید قدرداني وشي، ځکه د ده په خبره؛ هغوی د افغانستان د استقلال او ارضي تمامیت لپاره قرباني ورکړې او هیله یې هېواد کې تلپاتې سوله وه.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق