خبرهای مرتبط

جمع

خانۀ ظلم خراب است!

چکیده: یک قطره جوهر سیاه وقتی در یک لیوان...

تلاش‌های سازمان دیدبان حقوق بشر برای تحریم ورزش افغانستان

سازمان دید‌بان حقوق بشر به تازه‌گی از کمیته بین‌المللی المپیک خواسته است تا ورزش افغانستان را تحریم کند.

سرمست لقب قهرمان حقوق موسیقی جهان را از آن خود کرد

شورای جهانی موسیقی لقب قهرمان حقوق موسیقی سال ۲۰۲۲...

د الیس ویلز په ځواب کې؛ ډیورنډ لراوبر افغانانو ته هیڅ رسمیت نه لري!

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ مرستیاله الیس ویلز وايي، چې ډيورنډ په نړیواله کچه په رسمیت پيژندل شوې پوله ده. الیس ویلز پر خپله ټویټر پاڼه د امرالله صالح د یوې لیکنې په اړه ویلي چې د افغانستان له ملي حیثیته برخمنې سیاسي څېرې په دې خبر دي چې ډیورند په نړیواله کچه په رسمیت پېژندول شوې کرښه ده او د بېرته غوښتنو ادعا کول به د سولې مذاکراتو او دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکو ته زیان ورسوي.

افغانانو ته د ډیورنډ په اړه د امریکايي لوري نیت او پالیسۍ وار له مخه معلومې دي او په دې برخه کې د دوی د رسمي او غیر رسمي کسانو څرګندونې هیڅ تاثیر نه لري. ځکه تر دې وړاندې هم امریکایانو ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله بللې وه. له امریکایانو تر دې پرته بله هیڅ تمه هم نه شي کیدای. ځکه همدا اوس هم زموږ خلک د افغانستان په اړه د امریکا او پاکستان له ګډو پالیسیو خبر دي او پوهیږي چې په سیمه کې جګړه او سوله د پاکستان او امریکا د مشترکو پلانونو نتیجه ده.

 که امریکا اوس وايي چې ډیورنډ د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله ده، تر دې لسګونه کلونه وړاندې بریتانویانو هم ورته دریځونه نیولي دي، هغوی هم د زور له آدرسه دغه کرښه پر افغانانو تحمیلوله او امریکایان هم هڅه کوي چې دغه کرښه پر افغانانو په زور ومني. دا کار دوی ځکه کوي چې د دوی ګټې د دې ایجاب کوي چې د ډیورنډ کرښې په اړه دغه شان دریځ ونیسي.

اما اوس چې نړۍ او ملتونه په یوویشتمه پېړې کې قرار لري او په نړۍ ډېری دغه شان مسایل د خلکو په ارادې پورې اړوندیږي، نو هیڅ ضرورت نه پيښیږي چې امریکایان او نور بهرنیان دې په دې برخه کې ـ چې په دوی پورې اړوندیږي هم نه ـ مغرضانه نظرونه وړاندې کړي. له ټولو بهرنیانو په کلکه غواړو چې د ډیورنډ په اړه له دغه شان نظر ورکولو په کلکه ډډه وکړي.

پر ټولو افغانانو غږ کوو چې د ډیورنډ په اړه د هیڅ لوري د خبرو او پالیسیو پروا ونه ساتی او د خپل ملي او مقدس هدف لپاره هڅې جاري وساتي، ترڅو زموږ کوزه خاوره د پنجاب او د دوی د بادارانو له اشغاله خلاصه کړي. البته موږ د ډیورنډ په اړه تر ټولو ښه او انساني لاره وړاندې کوو چې لر او بر افغانان به د یوه ټولپوښتنې یا ریفرنډم له لارې د خپل سرنوشت او ډیورنډ کرښې په اړه وروستی تصمیم نیسي.

همرسانی کنید

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق