د افغانستان دفاع وزارت او پنجشیر کې سیمهییزو چارواکو په پلازمېنه کابل او پنجشېر کې د طالبانو د دوو حملو خبر ورکړی. د مسوولینو په وینا دواړه بریدونه پر وخت شنډ شوي، خو د کابل ښار ترڅو کلومترۍ او له جګړو لرې پنجشېر ولایت ته د وسلهوالو نښتو رسېدو اندیښنې ډېرې کړې دي.
طالبان په پنجشېر کې د برید مسوولیت منلو سره له افغان ځواکونو د یوې سیمې نیولو ادعا هم کوي. افغان طالبان وايي، پنجشېر ولایت کې یې ځايي وخت غرمه مهال د حکومتي ځواکونو پر پوسته برید کې درې سرتېري ژوندي نیولي دي. دوی په دې برید کې د پوستې له منځه وړل او د هفت اسیاب په نوم “ستراتیژیکې” سیمې د نیولو خبره کوي.
د د ولایت د والي ویاند منصور عنابي وایې، طالبانو پرون سهار د پنجشېر په ابشار ولسوالۍ کې تحرکات درلودل، خو امنیتي ځواکونو په شا وتمبول: «سهار دوښمن د ابشار په قلعه تري سیمه کې ځینې تحرکات درلودل، خو له نېکمرغه د افغان امنیتي ځواکونو او خلکو په مټ دوښمن د تېښتې په حال دی، درنه مرګژوبله ور اوښتې او د دوښمن د ځپلو لپاره د امنیتي ځواکونو او خلکو هڅې روانې دي. ولس او حکومت ته نه مرګ ژوبله اوښتې او نه یرغمل شوي دي.»
طالبانو د دې برید مسوولیت منلو سره ویلي د ابشارو ولسوالۍ په غلغله سیمه کې یې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي او د دوی په وینا اوه سرتیري یې نیولي او په نښتو کې یو طالب هم ټپي شوی دی. د پنجشېر ولایتي شورا غړی عزم الدین میرزايي هم وايي، طالبانو د ابشار ولسوالۍ په غلغله ښار برید کړی دی. نوموړی هم وايي، چې طالبانو ځینې کسان یرغمل کړي دي. د برید په نیتجه کې پوسته تخریب او د هفت آسیاب ستراتیژیکه سیمه د دښمن له وجود څخه پاکه شوه. دغه راز ۳ تنه عسکر ژوندي ونیول شول، نور وتښتېدل.
په دا مهال د افغانستان دفاع وزارت مني چې وسله والو طالبانو تېره شپه د کابل ختیځ ته د خاکجبار ولسوالۍ اړوند شېرالله سیمه کې له څو لورو د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي. د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دا بریدونه د ۱۱۱ فرقې لهخوا دفع شوي، خو دریو طالبانو ته یې د مرګ ژوبلې رسیدو ادعا هم کړي. دا وزارت دفاع وايي، په دې نښتو کې افغان ځواکونو ته څه زیان نه دی رسیدلی
د کابل ښار په څو کیلومترۍ کې د طالبانو خوځښتونو خلک اندېښمن کړي دي. د خاکجبار ولسوالۍ یوه اوسېدونکي بي بي سي ته ویلي چې وړمه شپه دوی څو ساعته د جګړې او ډزو شاهدان وو. د کابل ښار په شاوخوا کې د طالبانو دا ډول خوځښت تر ډېره په وروستیو کې بې ساری دی چې خلک یې هم اندیښمن کړي دي. دا ولسوالي د کابل ښار ۱۲ ناحیې یا احمد شاه بابا مېنې په څو کیلومتری کې پرته ده له دې وړاندې د کابل شکر دره او پغمان ولسوالۍ هم وخت نا وخت د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو د جګړو ډګر پاتې شوې. مسولینو همدا تېره اونۍ د کابل په شکردره کې د چاڼیزو عملیاتو خبر هم ورکړ چې په وینا یې د کابل امنیت لپاره مهم و.