په افغانستان کې د یوې دایمي جګړې د ختمولو هڅې روانې دي. ایکانومیست نشریه لیکي دا یو ښه اقدام دی چې په افغانستان کې ښکېل لوري هڅه کوي د خبرو له لارې جګړه ختمه کړي، خو دغه بهیر به له ډېرو خنډونو سره مخ وي.
د نشریې په باور ددې تمه ده چې دواړه لوري په خپلو دریځونو کې نرمښت وښيي او په دې توګه په هېواد کې د روانې اوږدې او یو ډول دایمي جګړې د پای لپاره هوکړې ته ورسېږي.
سرچینه دغه راز وایي چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده، نو دا چې خبرې پایله ولري باید تاوتریخوالی کم کړل شي، ځکه له سولې سره هممهاله د جګړې دوام د باور پر ځای د بې باورۍ فضا پیاوړې کوي.