خبرهای مرتبط

جمع

ثبت بالاترین آمار مرگ و میر مادران و کودکان در افغانستان

دفتر هماهنگ کننده کمک‌های بشردوستانه سازمان ملل اعلام کرد...

تقابل النصر عربستان و پرسپولیس ایران با حضور رونالدو

در ادامۀ بازی‌های فوتبال قهرمانی باشگاه‌های آسیا تیم النصر...

کابل-جلال‌اباد لار؛ کوچنیو موټرو ته فرعي سړک جوړ شوی، خو خوندي نه دی

د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي، د...

قصر سفید: برنامه‌ای برای به رسمیت شناختن حکومت طالبان نداریم

قصر سفید می‌گوید که حکومت سرپرست در افغانستان بر...

افغان سوله؛ د مذاکراتي ټیمونو لومړنۍ ناسته کې د تماس ډلې د کارونه ارزونه کیږي

د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي ټیمونو ترمنځ په لومړنۍ مخامخ رسمي ناسته کې د تماس ډلې د کارونو ارزونه کیږي. د طالبانو د قطر دفتر وايي، چې ښايي دواړه پلاوي د اجنډا او مذاکراتو د نېټې پر ټاکلو په اړه هم پرېکړه وکړي.

د دواړو پلاویو ویاندویانو ویلي چې د تماس کاري ډلو دوشنبې ناوخته د راتلونکو ناستو پر کاري اصولو او مهالویش باندې خبري کړي دي.

د افغانستان حکومت د مرکچي پلاوي ویاند او غړی وايي، چې د حکومت د مرکچي پلاوي په خپلمنځي ناسته کې د تماس ډلې پر کارونو او راتلونکو اقداماتو بحث کړی دی.

کابل نیوز ته د رسیدلو معلوماتو پر اساس نادر نادري او نعیم وردګ د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د منشیانو په توګه ټاکل شوي دي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي ټیم غړی او ویاند نادر نادري وايي: «د سولې مذاکراتو د تماس دواړو ډلو د کړنلارې او کاري اوصولو په اړه بحث کړی او د دواړو خواوو عمومي ناستې ته د دغې کړنلارې او کاري اصولو د وړاندې کولو په خاطر مو امادګۍ نیولي دي.»

ډاکتر محمد نعیم وايي: «د دواړو ډلو کاري ډلو د دوشنبې ناوخته د راتلونکو ناستو پر کاري اصولو او مهالویش باندې خبرې کړي دي.»

طالبان وايي، چې دې باور ته رسیدلي چې له خبرو پرته د افغانستان کشاله حل نه لري.  د طالبانو د قطر دفتر غړی خیرالله خیرخواه وايي: «زما امید دی چې دغه مسئله مخته لاړه شي، ځکه چې له ډېرو خلکو سره دا فکر دی چې دغه مسئله باید د خبرو له لارې حل شي.»

طالبان وايي، چې لا هم ځینې کړۍ د افغانستان د سولې په پروسه کې شخصي ګټې لټوي، چې په وینا یې دوی به هیچا ته اجازه ور نه کړي چې دغه پروسه زیانمنه کړي.

د افغان حکومت او طالب استازو له پرانیستو مراسمو وروسته یوه ناسته کړې وه چې په کې د تماس ډله جوړه کړې وه. تماس ډلې خپله ناسته د دوشنبې په ورځ ناوخته ترسره کړه.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق