د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي ټیمونو ترمنځ په لومړنۍ مخامخ رسمي ناسته کې د تماس ډلې د کارونو ارزونه کیږي. د طالبانو د قطر دفتر وايي، چې ښايي دواړه پلاوي د اجنډا او مذاکراتو د نېټې پر ټاکلو په اړه هم پرېکړه وکړي.
د دواړو پلاویو ویاندویانو ویلي چې د تماس کاري ډلو دوشنبې ناوخته د راتلونکو ناستو پر کاري اصولو او مهالویش باندې خبري کړي دي.
د افغانستان حکومت د مرکچي پلاوي ویاند او غړی وايي، چې د حکومت د مرکچي پلاوي په خپلمنځي ناسته کې د تماس ډلې پر کارونو او راتلونکو اقداماتو بحث کړی دی.
کابل نیوز ته د رسیدلو معلوماتو پر اساس نادر نادري او نعیم وردګ د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د منشیانو په توګه ټاکل شوي دي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي ټیم غړی او ویاند نادر نادري وايي: «د سولې مذاکراتو د تماس دواړو ډلو د کړنلارې او کاري اوصولو په اړه بحث کړی او د دواړو خواوو عمومي ناستې ته د دغې کړنلارې او کاري اصولو د وړاندې کولو په خاطر مو امادګۍ نیولي دي.»
ډاکتر محمد نعیم وايي: «د دواړو ډلو کاري ډلو د دوشنبې ناوخته د راتلونکو ناستو پر کاري اصولو او مهالویش باندې خبرې کړي دي.»
طالبان وايي، چې دې باور ته رسیدلي چې له خبرو پرته د افغانستان کشاله حل نه لري. د طالبانو د قطر دفتر غړی خیرالله خیرخواه وايي: «زما امید دی چې دغه مسئله مخته لاړه شي، ځکه چې له ډېرو خلکو سره دا فکر دی چې دغه مسئله باید د خبرو له لارې حل شي.»
طالبان وايي، چې لا هم ځینې کړۍ د افغانستان د سولې په پروسه کې شخصي ګټې لټوي، چې په وینا یې دوی به هیچا ته اجازه ور نه کړي چې دغه پروسه زیانمنه کړي.
د افغان حکومت او طالب استازو له پرانیستو مراسمو وروسته یوه ناسته کړې وه چې په کې د تماس ډله جوړه کړې وه. تماس ډلې خپله ناسته د دوشنبې په ورځ ناوخته ترسره کړه.