خبرهای مرتبط

جمع

هند فعالیت‌ مدارس دینی در این کشور را ممنوع...

حکومت سرپرست: توافق اسکان حکمتیار با دولت اشرف غنی بود

مقامات سابق حکومت سرپرست تصریح کردند توافق اسکان رئیس...

عامل حمله در قندهار در پاکستان آموزش دیده، به افغانستان آمده بود

یک رسانۀ نزدیک به حکومت سرپرست می‌گوید عامل حملۀ...

پوتین فردا را عزای عمومی در روسیه اعلام کرد

ولادیمیر پوتین، رئیس‌جمهور روسیه در یک سخنرانی تلویزیونی در...

اقتصادي کارپوهان: د سولې خبرې د اقتصادي بدلون لامل کېدی شي

قطر کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو سره هم مهاله اقتصادي کارپوهان او د خصوصي برخې استازي ترې هرکلی کوي او د دغو خبرو بریالي کېدل هېواد کې د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا باندې اغېزمنې بولي.

دوی زیاتوي چې که دوحه کې د سولې خبرې بریالۍ شي، د افغانستان اقتصادي حالت به بدلون وموموي. د افغانستان خونو د فدراسیون مرستیال وايي چې افغان حکومت او طالبان باید د سولې خبرو کې خصوصي سکتور له پامه ونه غورځوي. سخی احمد پیمان زیاتوي: «زموږ ستونزې امنیت دی، او که سوله وشي موږ چمتویوو چې پانګونه زیاته کړو.»

له بلې خوا هېواد کې څېړنیز بنسټونه په اقتصادي اوټولنیز ثبات کې د خصوصي برخې ونډه ډېره مهمه بولي او زیاتوي چې که هېواد کې د دوی پر وړاندې ستونزې هوارې شي، بې وزلۍ به هم راکمې شي.

د البیروني څېړنیز بنسټ اجراییه رییس، نذیر کبیري په دې اړه طلوع نیوز ته ویلي: «خصوصي برخه کولی شي چې د کار رامنځته کولو سره د بیکارۍ لویه ستونزه هواره کړي او ډېرې ستونزې هوارې کړي.» د افغانستان د خونو فدراسیون مرستیال، خان جان الکوزی زیاتوي:«د خصوصي سکتور ونډه د سولې  خبرو کې مهمه ده او باید زموږ د ستونزو هوارۍ لپاره کار وشي.» د بازار اقتصاد پر بنسټ د هېواد په اقتصاد کې د خصوصي برخې ونډه مهمه بلل کېږي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق