خبرهای مرتبط

جمع

سرمست لقب قهرمان حقوق موسیقی جهان را از آن خود کرد

شورای جهانی موسیقی لقب قهرمان حقوق موسیقی سال ۲۰۲۲...

توماس وست بعد از گفت‌و‌گو با مقامات هندی به امارت می‌رود

توماس وست، نمایندۀ ویژۀ آمریکا برای افغانستان، فردا (دوشنبه،...

وزارت خارجۀ پاکستان قصد خروج کارمندانش را از سفارتش در کابل ندارد

پس از حملۀ روز جمعه بر سفارت پاکستان، اسلام‌آباد در نظر ندارد که کارمندانش را از سفارت این کشور در کابل بیرون بکشد.

حامد کرزی: د سولې له رامنځته شوي تاریخي فرصته باید ښه استفاده وشي

«د سولې لپاره د امریکا او پاکستان د هڅو ملاتړ کوم، خو د افغانستان د ملي حاکمیت پر سر معامله نه شم منلی»

د افغانستان مخیکنی مخکینی ولسمشر حامد کرزی وايي، افغانان باید د سولې لپاره له دې رامنځته شوي تاریخي فرصت څخه په ښه دول پورته استفاده وکړي. حامد کرزی په قطر کې د بین الافغاني خبرو پیل ته خوشبین دی او وايي جمهوریت غوښتونکي باید لومړی په خپله جمهوریت اصول مراعت کړي.

مخکیني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې د افغانستان د راتلونکي نظام د جوړښت په اړه یوازې حکومت او مقابل لوری پرېکړه نه شي کولی، بلکې په وینا یې د دې چارې لپاره باید د افغانستان د خلکو عنعنوي لویه جرګه راوبلل شي.

حامد کرزي له المان غږ سره په مرکه کې ویلي: «حقیقتاً اول باید پر جمهوري نظام باندې باورمند و اوسو او اصول یې مراعت کړو، یعنې کله چې موږ د افغانستان د اسلامي جمهوریت په دفاع کې دریږو، باید د افغانستان د اسلامي جمهوریت ټول ارزښتونه مراعت کړو، زما په حکومت کې دغه مراعت شول، د افغانستان راتلونکی نظام یوازې د جانبینو فیصله نه ده، دا هغه فیصله ده چې باید د افغانستان ملت ته یوړل شي او د افغانستان په عنعنوي لویه جرګه کې د افغانستان ټول لوري په کې وي هم د طالبانو تحریک او د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوری دې کیني او د افغانستان د راتلونکي په اړه دې پرېکړه د ملت له طریقه وکړي.»

مخکیني ولسمشر په دې مرکه کې ویلي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا او پاکستان د هڅو ملاتړ کوي، خو په وینا یې اجازه نه ورکوي چې په دې پروسه کې د افغانستان د ملي حاکمیت پرسر معامله وشي او افغانان هغه سوله غواړي چې د افغانستان ملي حاکمیت په کې تضمین  وي.

حامد کرزی زیاتوي: «ددغه باعزته او مستقله افغانستان لپاره چې په سوله او امن کې ژوند وکړي، که امریکا راسره ملګری او متحد وي، موږ یې باید اتحاد او ملګرتیا ومنو، که دا په کې نه وي او بیا موږ ته ووایي چې تاسې د یو بل چا لاس لاندې شئ او هغه ژوند ومنئ، ابداً یې نه ورسره منو، ابداً یې نه ورسره منو، او پاکستان ته هم وایو چې یو باعزته، ورور او همسایه هیواد افغانستان منې، وروڼه دې یو، مننه دې کوو، خو که ترټلی او ترپښو لاندې افغانستان غواړې، ابداً یې درسره نه منوي، زموږ بچیان به یې هم نه مني، زموږ لمسیان به یې هم نه مني او زموږ کړوسیان به یې هم نه مني.»

حامد کرزی وايي، چې په تېرو څو کلونو کې زرګونه بې ګناه افغانان زندان ته اچول شوي او له امریکا سره یې د بګرام زندان پر اختلاف هم له همدې امله وو: «دا یوه پردۍ جګړه وه، دا بندیخانې چې امریکایانو جوړې کړې، دا دا دا زموږ د ورانولو وې، ما په هغه وخت کې ستاسو به په یاد وي چې ما په هغمه وخت کې د دې بندیخانې پر خلاف د بګرام پر خلاف ډېره ستره سلسله شروع کړه.»

حامد کرزی وايي، چې افغانان په تېرو څو لسیزو کې د امریکا او پاکستان د ګډو ستراتيژیو قرباني شوي، خو په وینا یې تمه ده چې دا ځل افغاني مذاکرات نیتجه ورکړي او په افغانستان کې جګړه پای ته رسیږي.

همرسانی کنید

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق