د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې پرون چهارشنبه یو شمېر مېرمنو د سولې د بینالافغاني خبرو د پیل په ملاتړ لاریون وکړ او له حکومت او طالبانو يې وغوښتل چې د بينالافغاني خبرو پيل سره دې اوربند وکړي. لاریون کوونکو قطر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د بینالافغاني خبرو پر پیل خوښي وښوده او د خبرو اترو په پیل سره یې له دواړو لوريو د یوه دایمي او سرتاسري اوربند غوښتنه وکړه.
دا لاریون ننګرهار کې د پیاوړو ښځو د شبکې په نوم یوه بنسټ جوړ کړی و چې د دې بنسټ مشرې مقدس سالارزۍ رسنیو ته وویل، دواړه لوري دې له اوسنۍ موکې مثبته ګټه واخلي او په دې سره دې د روانې وینې بهېدنې مخه ونیسي. د محبوبې په نوم د لاریون یوې عمر خوړلې ګډونوالې سولې لپاره برابر شوی فرصت ګټور وګاڼه او غوښتنه یې وکړه چې دواړه لوري دې یو بل ته اوږې ټيټې کړي. نوموړې وويل، نور جنګ بس دی. د محبوبې په نوم يوه سپين سرې ښځه چې د لاريون ګډونواله وه، ويل يې د جګړو له امله يې ځوان زوی د اردو په ليکو کې وژل شوی، نو ځکه يې لاريون کې ګډون کړی چې سوله وغواړي او نورې مېندې له بورېدو وژغورل شي.
که څه هم د سولې بینالافغاني خبرو ته هیلې ډېرې دي، خو یو شمېر مېرمنې بیا اندېښمنه لري چې که طالبان حکومت کې ګډېږي، نو د دوی په باور د دوی د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې به ونه ساتل شي. لاریونوالې له دواړو لوریو غواړي چې د سولې له هوکړې وروسته دې مېرمنې همداسې په ټولو برخو کې فعالې پاتې شي او د دوی حقونو ته دې درناوی وشي.
بل لور ته سلام وطندار لیکي چې پرون د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې هم د ولس استازيو په اوربند ټينکار وکړ. د ولسي جرګې غړي وايي، که طالبان اوربند و نهکړي نو بیا د سولې بین الافغاني خبرې معنا نه لري. هاخوا شمالي بلخ ولایت کې دیني عالمانو، مېرمنو او ځوانانو د سولې اړوند خبرو اترو پروګرام کې د بینالافغاني خبرو پر پیل خوښي ښودلې او او ټینګار یې کړی چې د خبرو له پیل سره هممهاله دې دایمي اوربند وشي.
د خبرو اترو د دغه پروګرام ګډونوال وايي، د تېرو نولسو کلونو لاسته راوړنو ساتل، د ټولو لپاره یوه مهمه مسله ده چې له پامه غورځول یې بینالافغاني خبرې له ستونزو سره مخ کولای شي. د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې بینالافغاني خبرې د سپټمبر میاشتې پر دولسمه د قطر په دوحه پیل شوې دي.